د تعليم وزير مملکت وجيهه قمر د قطر چيريټي پاکستان آفس دوره

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر د قطر چيريټي پاکستان کنټري آفس دوره وكړه ٬ په دې موقع  پسمانده طبقو لپاره د معياري تعليم په وده او په تعليمي څانګه كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د تعليم وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د قطر چيريټي پاكستان دفتر ته په …

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وزير مملکت وجيهه قمر د قطر چيريټي پاکستان کنټري آفس دوره وكړه ٬ په دې موقع  پسمانده طبقو لپاره د معياري تعليم په وده او په تعليمي څانګه كښې د مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د تعليم وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د قطر چيريټي پاكستان دفتر ته په راتګ کنټري ډائريکټر عثمان ابو حجليه د وجيهه قمر هركلے وكړو۔ په دې موقع و وزير مملکت ته په پاکستان كښې د تنظيم د فلاحي او پرمختيائي هلو ځلو په خاص توګه د تعليم په څانګه كښې په جاري اقداماتت بريفنګ هم وركړے شو٬  وجيهه قمر  په پاکستان كښې د تعليمي ترقۍ او سماجي خېرښګرې لپاره د قطر چيريټي د خدمات ستائنه وكړه۔ په دې موقع پاکستان كښې تل پاتې تعليمي پرمختګ او د ماشومانو او ځوانانو لپاره د بهتر تعليمي موقعو وركولو لپاره د عزم پخلے هم وشو

مزید خبریں