اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د پاکستان چين دوستۍ او د ورورولۍ اړيكو توثيق په اړه تاريخي قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان او عوامي جمهوريه چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75مه سالګره دا قرارداد نائب وزيراعظم و خارجه وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان …
سينټ كښې د پاکستان چين دوستۍ او د ورورولۍ اړيكو توثيق په اړه تاريخي قرارداد په يوه خله منظور كړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) د پاکستان چين دوستۍ او د ورورولۍ اړيكو توثيق په اړه تاريخي قرارداد په يوه خله منظور كړے شو۔ د شورو په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان او عوامي جمهوريه چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو په 75مه سالګره دا قرارداد نائب وزيراعظم و خارجه وزير خارجه سينيټر محمد اسحاق ډار وړاندې كړو۔ په قرارداد كښې ووئيل شول دا ايوان د پاكستان او چين ترمېنځه د تاريخي، آزمائيلي شوې٬ تل پاتې او فولادي دوستي په وياړ او اطمينان سره يادوي كومې ته چې د دواړو هېوادونو مشرانو د دانش لرونكو هلو ځلو او د اولس د مخلصانه خيرسګالۍ د لارې وده وركړې٬ په قرارداد كښې د دې خبرې اعتراف وشو چې د ورورولۍ دا اړيكې په شريك باور او احترام، په مشترکه هيلو، امن، استحکام، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره په غېر متزلزل عزم اډانه دي كومې چې د بدلېدونكې وضعې باوجود په هر ازمېښت كره پاتې شوې او دواړو هېوادونو لپاره د قوت، باور او د اطمينان مستقل ذريعه ګرځېدلي ٬ پاکستان د بنيادي قامي مفادات په چارو د چين د غېر متزلزل ملاتړ٬ د پاكستان د خپلواكۍ، آزادۍ او سيمه ايزې سلامتيا تحفظ د دې نه علاوه قامي سلامتيا، استحکام، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره د پاکستان په هلو ځلو كښې د چين د ثابت قدمه معاونت ستائنه كوي او پاکستان هم د چين د بنيادي قامي مفادات چارو له د خپل غېر متزلزل ملاتړ پخلے كوي ، د “ون چين” پاليسۍ سره د خپل مضبوط عزم تجديد كوي او د دې خبرې توثيق كوي چې تائيوان د چين برخه ده٬ پاکستان د سنکيانګ، ژي ژانګ، هانګ کانګ او سوئيلي بحيرهٔ چين چارو پحقله د چين د موقف بشپړ تائيد كوي۔ د دې عزم پخلے هم وكړے شو چې دا ايوان به د چين پاکستان اقتصادي راهداري (سي پېك) لپاره خپل بشپړ ملاتړ روان ساتي او د مشترکه خوشحالۍ، شريك مفادات او د دواړو هېوادونو د اولس سماجي و اقتصادي ترقۍ لپاره چين سره عملي شراكتدارۍ ته د لا ودې وركولو په اهميت زور رواړي۔










