د پاك چين تلپاتي خپلولي تر نسلونو پراخه ده ٬ دا زمونږ زړونو ته زياته نزدې ده ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د پاكستان سفارتي اړيكو 75 كاله په بشپړېدو ’’پاک چین كلتوري ماښام“  ته خطاب

  اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي پاك چين تلپاتې ملګرتيا يوه داسې رشته ده كومه چې نسل در نسل مونږ ته منتقل شوه ٬ د دواړه هېوادونو ترمينځه د څو لسيزو څخه د ملګرتيا اړيكې راروانې دي٬ د پاكستان او چين د ملګرتيا قېصې  مونږ د خپلو مشرانو نه اورېدلې دي او مونږ به راتلونكو نسلونو ته دا اوروو۔ د دې …

 

اسلام آباد۔20مئی(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي پاك چين تلپاتې ملګرتيا يوه داسې رشته ده كومه چې نسل در نسل مونږ ته منتقل شوه ٬ د دواړه هېوادونو ترمينځه د څو لسيزو څخه د ملګرتيا اړيكې راروانې دي٬ د پاكستان او چين د ملګرتيا قېصې  مونږ د خپلو مشرانو نه اورېدلې دي او مونږ به راتلونكو نسلونو ته دا اوروو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاك چائنه سېنټر كښې د اطلاعات او خپرونو وزارت تر اهتمام لاندې د سفارتي اړيكو 75 كلونو په بشپړېدو راجوړه كړې شوې دستورې ”پاک چین كلتوري ماښام“  ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې خاص مېلمه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال، د اطلاعات پارليماني سېكرټري دانيال چوهدري ٬ د اطلاعات وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خليل ٬ د چين سفارتخانې ډپټي هېډ آف مشن شي يو آن كېانګ او نورو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ وفاقی وزیر عطاء الله تارړ د دې باوقاره دستورې په كولو منتظيمنو له مباركي وركړه۔ دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په هره تېرېدونكې ګھړۍ لا مضبوطيږي۔ ده ووئيل پاك چين ملګرتيا هغه خپلولي ده كوم چې نسل در نسل مونږ ته منتقل شوې ده او دا زمونږ زړونو ته زياته نزدې ده۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان چين ماشومانو لخوا په كلتوري دستوره كښې په غوره پرفارمنس ليدلو خوشحاله شوم۔ ده ووئيل د اطلاعات سېكركټري ٬ د اي پي ونګ ډي جي او د هغه ټوله د مباركۍ مستحق ده۔ ده خاص مېلمه پروفېسر احسن اقبال ته دستوره كښې په ګډون كولو هركلے اووې۔ ده ووئيل پروفېسر احسن اقبال د پاک چین ملګرتيا مضبوط مرستيال پاتي شوے دے ٬ سي پېك ټو ته وده وركولو كښې دې مهم كردار لري۔ دې څخه وړاندې د اطلاعات وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خليل او د چين ډپټي هېډ آف مشن شي يو آن كيانګ هم دستورې ته خطاب وكړو۔ وفاقي سېكرټري اشفاق احمد خلیل په دستوره كښې ګډون كوونكو ټولو مېلمنو ته هركلے اووې۔ ده ووئيل د پاكستان او چين اړيكې په مضبوطو رواياتو ٬ شريكو اقدارو او د اوږد مهاله همكارۍ په تاريخ اډانه دي كومه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا لا مستحكموي۔ ده ووئيل تجارت، معیشت او ستراتيجيكي مرستې سره سره د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د اولسي رابطو د لارې هم مضبوطې شوي دي۔ ده ووئيل د سفارتي اړيكو د 75م كالو دستورې مونږ ته دا حقيقت رايادوي چې د اوږدې مودې ملګرتيا يوازې د پالېسيو تر كوټو محدود نه پاتې كېږي بلكې په داسې زړه پورې ګھړو كښې هم وده كوي۔ ده د دستورې په تابيا كولو كښې د شاملو ټولو ادارو ٬ هنرمندانو ٬ منتظمين او مېلمنو مننه وكړه۔ د چين سفارت ډپټي هېډ آف مشن شي يو آن كيانګ دستورې ته خطاب كښې د پاكستان او چين ملګرتيا ځانګړې وګرځوله۔ ده ووئيل نړۍ د دواړو هېوادونو د تاريخي اړيكو ګواه ده۔ دواړه هېوادونه په هره موقع يو بل سره يو برابر اودرېدلې دي۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ لپاره به هر ممكنه مرسته روانه ساتو۔ دې څخه وړاندې دستورې ته د راتللو په مهال وفاقي وزيرانو د بېلو سټالونو دوره وكړه۔ د دستورې په پايه كښې وفاقي وزيرانو پروفېسر احسن اقبال ٬ عطاء الله تارړ، د چین ډپټي هېډ آف مشن يوآن كيانګ ٬ د اطلاعات سېكرټري او نورو د چين پاكستان سفارتي اړيكو د  75 مې سالګرې كېك پرې كړو

مزید خبریں