كوئټه 19 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د هر ډول جارحيت په ضد د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع له د خپل عزم پخلې كولو سره د ملي خپلواكۍ تحفظ او په هېواد كښې امن او استحكام لپاره د وسله والو ځواكونو پېشه ور صلاحيت٬عملي تيارۍ او قربانۍ ستائېلې دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې …
د وزيراعظم شهباز شريف د كوئټه كمانډ اېنډ سټاف كالج دوره٬ د هر ډول جارحيت په ضد د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع له د عزم پخلې

مزید خبریں
كوئټه 19 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د هر ډول جارحيت په ضد د پاكستان د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا دفاع له د خپل عزم پخلې كولو سره د ملي خپلواكۍ تحفظ او په هېواد كښې امن او استحكام لپاره د وسله والو ځواكونو پېشه ور صلاحيت٬عملي تيارۍ او قربانۍ ستائېلې دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د كوئټه كمانډ اېنډ سټاف كالج دوره وكړه او په هېواد كښې امن او استحكام باوري كولو كښې يۍ د پاكستان وسله والو ځواكنو پيشه ور صلاحيت٬عملي تيارۍ او قربانۍ وستائلې۔ ده شهيدانو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د خوږ هېواد دفاع لپاره د وسله والو ځواكونو غېر متزلزل عزم ته سلام وړاندې كړو۔ وزيراعظم د معركه حق حواله وركولو سره د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د پاكستان وسله والو ځواكونو تاريخي كاميابۍ ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده د هند بلا اشتعال او متكبرانه جارحيت په مقابله كښې د پاكستان ذمه دارانه طرز عمل ستائېلو سره ووئيل چې د پاكستان دانشمندانه او منصفانه دريځ نړيوالې وروورلۍ هم تسليم كړې دې۔ وزيراعظم ووئيل چې آپريشن عضب للحق ټول قوت او عزم سره روان دے دغسې چې افغان طالبانو سره د تعلق لرونكو ترهه ګرو پراكسيز په ضد د بې ګناه وګړو د ځان او مال تحفظ باوري كړې شي او ترهه ګرو او د هغوي ملاتړ كوونكو ته سخته سزا وركړې شي۔ ده د جمو و كشمير او فلسطين اولس سره د پاكستان د غېر متزلزل ملاتړ پخلې هم وكړو۔ د دفاع وزير٬د كورنيو چارو وزير او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير نه علاوه د بلوچستان اعلٰی وزير هم وزيراعظم سره وو۔ دې څخه وړاندې د كوئټې كمانډ اينډ سټاف كالج ته په رسېدو د پاك پوځ سرلښكر او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د وزيراعظم هركلے وكړو۔










