د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير په مشرۍ كښې غونډه ٬ د  سماجي تحفظ نظام په عصري بنيادونو اودرولو لپاره د وزارت او ماتحت ادارو د كاركردګۍ جاج واغستے شو

  اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير په مشرۍ كښې سماجي تحفظ نظام په  عصري بنيادونو اودرولو لپاره د وزارت او ماتحت ادارو د كاركردګۍ جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وزارت سېكرټري  نويد احمد شيخ٬د پاكستان بيت المال منيجنګ ډائرېكټر كيپټن(ر)شاهين خالد بټ٬د بينظيرانكم سپورټ پروګرام سېكرټري عامر علي احمد پشمول د ټرسټ …

 

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير په مشرۍ كښې سماجي تحفظ نظام په  عصري بنيادونو اودرولو لپاره د وزارت او ماتحت ادارو د كاركردګۍ جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وزارت سېكرټري  نويد احمد شيخ٬د پاكستان بيت المال منيجنګ ډائرېكټر كيپټن(ر)شاهين خالد بټ٬د بينظيرانكم سپورټ پروګرام سېكرټري عامر علي احمد پشمول د ټرسټ فار وولنټري آرګنائزېشنز٬پاكستان پاورټي ايليوي ايشن فنډ٬د پاكستان بيت المال او بېنظيرانكم سپورټ پروګرام استازو ګډون وكړو۔ د غونډې په مهال وفاقي وزير ته د بيلو ادارو مجموعي كاركردګۍ٬روانو پروژو٬مهم پېشرفت او سباؤن حكمت عملۍ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع سيد عمران احمد شاه خپله وېنا كښې ووئيل چې حكومت د سماجي تحفظ څانګه كښې د اصلاحات عمل لا تندوي دغسې چې د خېرښېګړې پروګرامونو ميوې موثر انداز كښې تر مستحق كسانو ورسي۔ده هدايت وكړو چې ټولې ادارې دې د  شريكې مرستې د لارې په اولس دوسته پالېسو عملدرآمد باوري كړي۔

مزید خبریں