اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) د پاکستان نېشنل شپنګ کارپوريشن د تنظيمِ نو اصولي منظوري وركړه چې له مخې به ئې د کارپورېشن 30 فيصد حصص خرڅولې شي، په غونډه كښې د پاکستان قيمتي كاڼو صلاحيت څخه استفاده كولو لپاره د قامي پاليسي 2026-2030 پشمول د يو شمير وزارتونو او ډويژنز لپاره تکنيکي ضمني ګرانټس هم منظور كړے شو۔ …
اي سي سي د پاکستان نېشنل شپنګ کارپورېشن د تنظيمِ نو اصولي منظوري وركړه، يو شمير وزارتونو او ډويژنز لپاره تکنيکي ضمني ګرانټس هم منظور

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کميټۍ (اي سي سي) د پاکستان نېشنل شپنګ کارپوريشن د تنظيمِ نو اصولي منظوري وركړه چې له مخې به ئې د کارپورېشن 30 فيصد حصص خرڅولې شي، په غونډه كښې د پاکستان قيمتي كاڼو صلاحيت څخه استفاده كولو لپاره د قامي پاليسي 2026-2030 پشمول د يو شمير وزارتونو او ډويژنز لپاره تکنيکي ضمني ګرانټس هم منظور كړے شو۔ د اقتصادي رابطه کميټۍ غونډه د نهې په ورځ د خزانې وزير سينيټر اورنګزيب په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د تعليم وزارت لخوا د وزيراعظم يوتھ سکل ډوېلپمنټ پروګرام له مخې د نيوټېك د لارې د مهارتونو ودې او آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او په بلوچستان كښې د دانش سکولونو جوړولو لپاره د وړاندې كړې شوې سمرۍ جاج واخستې شو، کمېټۍ د تکنيکي ضمني ګرانټ په صورت كښې د 3 ارب 91 کروړ 52 لکه 40 زره روپو مختص كولو منظوري وركړه۔ په غونډه كښې د داخله وزارت لخوا د وړاندې كړې شوې دوه سمرو هم منظوري وركړې شوه چې پكښې د مالي كال په مهال د وزيراعظم آفس مرمت او خيال ساتلو لپاره د 16 كروړه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ او د ضلع خېبر په شاكس سيمه كښې د فرنټيئر کور خېبر پښتونخوا (شمالي) د روغتون جاري آپريشنل ضرورتونو لپاره د 48 كروړه روپو منظوري شامل ده۔۔ په غونډه كښې د صحت وزارت د خدمات، ضوابط او کوآرډي نيشن لخوا د روان مالي كال پي اېس ډي پي كښې د وزيراعظم قامي صحت پروګرام (څلورم نظرثاني شوې) لپاره د 1 ارب 50 کروړه روپو د تکنيکي ضمني ګرانټ په اړه د سمرۍمنظوري وركړې شوه ۔ په غونډه كښې د کشمير و ګلګت بلتستان وزارت لخوا د سمرۍ هم منظوري وركړې شوه چې له مخې د كال 1989 څخه د جمو و کشمير كډوالو لپاره مياشتنې ګزاره الاٶنس د 3500 نه زياتولو سره 6 زره روپۍ سړي سر كولو منظوري وركړې شوې او د دې اطلاق به د فرورۍ د وړومبۍ نيټې كال 2026 څخه وي ٬ دې مقصد لپاره تر 30 جون لا 2026 57 كروړه 88 لكه 38 زره روپۍ تکنيکي ضمني ګرانټ هم منظور كړې سوې ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو قيصر احمد شيخ، سردار اويس احمد خان لغاري، علي پرويز ملك، رانا تنوير حسېن، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان پشمول د اړوند وزارتونو، ډويژنز او د ريګوليټري ادارو وفاقي سيکرټريز او لوړ پورو ګډون كولو










