د قامي ورثې وفاقي وزير سره د اردن سفير ملاقات٬جريش فيسټيول كښې د ګډون بلنه

  اسلام آبا 19 مئي (اے پي پي)د قامي ورثې او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره پاكستان لپاره د سلطنت اردن سفير ډاكټر معين خريسات د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتورې مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال د اردن سفير د سلطنت هاشميه اردن كلتور وزارت لخوا وفاقي …

 

اسلام آبا 19 مئي (اے پي پي)د قامي ورثې او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان كهچي سره پاكستان لپاره د سلطنت اردن سفير ډاكټر معين خريسات د هغه په دفتر كښې ملاقات وكړو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د كلتورې مرستې پشمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملاقات په مهال د اردن سفير د سلطنت هاشميه اردن كلتور وزارت لخوا وفاقي وزير ته د كلتور او فنون 40م جرېش فيسټيول كښې د ګډون باضابطه بلنه وركړه كومه چې 22 جولائي نه تر 2 اګست 2026 پخواني ښار جريش كښې كيږي۔ وفاقي وزير بلنه د زړه نه قبوله كړه او د پاكستان لخوا يۍ كلتوري سفارتكارۍ او نړيوالو كلتوري رابطو ته د ودې وركولو عزم پخلے وكړو۔ د اردن سفير د پاكستان بشپړه كلتوري ورثه ستائېلو سره په خاص توګه خټك او بلوچي رقص د ستائنې وړ وګرځولو ۔ده د قوالۍ فن هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې په ملتان كښې ما د قوالۍ محفل مشاهده كړې۔ په دې وفاقي وزير باور وركړو چې اردن ته لېږونكې كلتورې پلاوي كښې به قوال شاملولې شي

مزید خبریں