د پاكستان مسلم ليګ(ن)قيادت د هېواد او آزاد كشمير پرمختګ٬استحكام او اولسي سوكالۍ  لپاره عملي اقدامات كوي۔انجينئر امير مقام

  بهمبر 19 مئي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشرتابه د هېواد او آزاد كشمير پرمختګ٬استحكام او اولس سوكالۍ لپاره عملي اقدامات كوي او په آزاد كشمير كښې به هم ډېر زر د مسلم ليګ(ن)حكومت جوړ شي۔جاري شوي بيان له مخې بهمبر كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)آزاد جمو و كشمير سيوري لاندې يوه عظيم الشان شموليتي …

 

بهمبر 19 مئي (اے پي پي)د كشمير٬ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي چې د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشرتابه د هېواد او آزاد كشمير پرمختګ٬استحكام او اولس سوكالۍ لپاره عملي اقدامات كوي او په آزاد كشمير كښې به هم ډېر زر د مسلم ليګ(ن)حكومت جوړ شي۔جاري شوي بيان له مخې بهمبر كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)آزاد جمو و كشمير سيوري لاندې يوه عظيم الشان شموليتي دستوره وشوه چې پكښې د آزاد كشمير پخواني صدر راجه محمد ذوالقرنين خان زوي او د كشمير كونسل پخواني غړي راجه بابر علي ذوالقرنين او قيصر ذوالقرنين د خپلو ګڼ شمېر ملګرو سره او كورنۍ پشمول پاكستان مسلم ليګ(ن)كښې شموليت وكړو۔د دستورې خاص مېلما وفاقي وزير انجينئر امير مقام وو۔دستورې ته وينا انجينئر امير مقام ووئيل چې راجه بابر علي ذوالقرينين او د هغه ملګرو ته مسلم ليګ(ن)په شموليت هركلے وايم۔ ده ووئيل دا شموليت په پارټۍ د اولس د باور څرګندونه ده۔ده ووئيل چې د قائد مياں نواز شريف او وزيراعظم شهباز شريف وژن د ټولو په وړاندې دې او هم دا وژن هېواد د پرمختګ په لاره روانوي۔وفاقي وزير ووئيل چې بهمبر كښې د دانش سكول پروژې جائزه اخستلو لپاره راغلې يو كوم به چې ډېر زر بشپړ شي او دا د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د سيمې اولس لپاره يوه ډالۍ ده۔ده اعلان وكړو چې په آزاد كشمير كښې به په مجموعي توګه 5 دانش سكولونه جوړولې شي او په مظفرآباد٬مانسهره او ميرپور ايكسپريس وے پروژه هم غور روان دے۔ده ووئيل چې پاكستان او كشمير يو دے او د اوسني”معركه حق”په مهال كشميري اولس چې د كومې جذبې او ډاډګيرنې څرګندونه كړې هغه د ستائنې وړ ده۔ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاكستان د دښمن عزائم ناكامه كړي  او په ټوله نړۍ كښې يې د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كړې دې۔

مزید خبریں