اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) طالبان رجيم تنقيدي غږونه غلې كولو له په ګرد افغانستان كشی د ډيجيټل بليک آؤټ او د انټرنېټ بندولو په څېر چالونه پېل كړے دي٬ د افغان مجلې "هشت صبح" له مخې نظرياتي احتساب، جبر او دړكو نه پس ډيجيټل بليک آؤټ د طالبان رجيم د ايجنډے برخه جوړ شوے دے٬ طالبان رجيم د معلومات د آزادانه جريان لاره نيولو لپاره د …
د طالبان رجيم ډيجيټل بلېک آؤټ منصوبه ٬ د رايو اختلاف ختمولو نوې سازش افشا

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) طالبان رجيم تنقيدي غږونه غلې كولو له په ګرد افغانستان كشی د ډيجيټل بليک آؤټ او د انټرنېټ بندولو په څېر چالونه پېل كړے دي٬ د افغان مجلې “هشت صبح” له مخې نظرياتي احتساب، جبر او دړكو نه پس ډيجيټل بليک آؤټ د طالبان رجيم د ايجنډے برخه جوړ شوے دے٬ طالبان رجيم د معلومات د آزادانه جريان لاره نيولو لپاره د ډيجيټل بليک آٶټ مقصد د جبري نظام تحفظ او اختلاف رائے د پښو لاندې كول دي۔ د افغان مجلې له مخې کابل څخه پېل شوې ډيجيټل بليک آؤټ منصوبه په حقيقت كښې د طالبان رجيم په ضد اولسي يا ډيجيټل مزاحمت د پښو لاندې كولو هڅه ده، په افغانستان كښې د انټرنېټ محدود كولو بنيادي مقصد انتظامي ناکامۍ، د تشدد کارروائۍ او په وګړو كېدونكي ظلمونه پټول دي، د طالبان رجيم لخوا انټرنېټ بندول د نفسياتي جنګ برخه ده، چې مقصد ئې نړۍ څخه د افغانستان په اړه حقائق او حقيقي عكس پټول دي٬ د ماهرينو له مخې په افغانستان كښې انټرنېټ بندول او ډيجيټل بليک آؤټ د طالبان رجيم د خوف او کمزورۍ واضح ثبوت دے، د طالبان رجيم ډيجيټل سنسرشپ او بلېک آؤټ منصوبه عارضي نه بلكې مستقل آمريت قائم ساتلو پاره د اوږدې مودې اېجنډا ده










