د سېنېټ چيئرمين نرسنګ برادرۍ، پيرا ميډيکل سټاف او د صحت څانګې سره تړون لرونكو كسانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني نرسنګ برادرۍ، پيرا ميډيکل سټاف او د صحت څانګې سره تړون لرونكو كسانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې تعليم او د روغتيا څانګې زمونږ زړه ته نزدې دي  او يو خوشحال ٬ قوي او پرمختللې پاكستان لپاره معياري صحت او تعليم ضروري دے۔ د نرسز نړيوالې ورځ مناسبت سره دستورې ته خپله وېنا …

 

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني نرسنګ برادرۍ، پيرا ميډيکل سټاف او د صحت څانګې سره تړون لرونكو كسانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې تعليم او د روغتيا څانګې زمونږ زړه ته نزدې دي  او يو خوشحال ٬ قوي او پرمختللې پاكستان لپاره معياري صحت او تعليم ضروري دے۔ د نرسز نړيوالې ورځ مناسبت سره دستورې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل پاكستان كښې د روغتونونو معيار داسې پكار دے چې وګړي د درملنې په غرض بهر هېواد ته د تګ ضرورت ونلري۔ ده ووئيل په ملتان كښې مختيار هسپتال جوړول د صحت بهترين سهولتونه وركولو لپاره جوړ كړے شوے دے ۔ د دستورې اهتمام د معروف انټر نيشنل هسپتال او موون پک هوټل سينټارس د ګډې اشتراك سره شوې۔ ده ووئيل چې نرسنګ د طب څانګه كښې د ملاتير حېثيت لري څوك چې په سختو حالاتو كښې نه يوازې د رنځوانو پالنه كوي بلكې دوي كورنۍ ته هم ډاډ٬ اميد او باور وركوي۔ ده ووئيل چې د نرسنګ برادرۍ خدمات انسانيت لپاره عظيمه سرمايه ده او ټول قام د دوي قربانيو او ستړو ته سلام وړاندې كوي

مزید خبریں