اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك پاکستان كښې د جاپان سفير اکاماتسو شوچي د کاجيولوجيکل سروے آف پاکستان د جيو سائنس ايډوانس ريسرچ ليبارټريز (جي اے آر اېل) دورې هركلي كولو سره ووئيل چې د پاکستان او جاپان ترمېنځه د پټروليم، جيو سائنسز او معدني تحقيق په څانګو كښې مرستې ته به لا وده وركولې شي ۔ د نهې په ورځ …
د پاکستان او جاپان ترمېنځه د پټروليم، جيو سائنسز او معدني تحقيق څانګو كښې همكارۍ ته به لا وده وركولې شي: وفاقي وزير علي پروېز ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د پټروليم وفاقي وزير علي پرويز ملك پاکستان كښې د جاپان سفير اکاماتسو شوچي د کاجيولوجيکل سروے آف پاکستان د جيو سائنس ايډوانس ريسرچ ليبارټريز (جي اے آر اېل) دورې هركلي كولو سره ووئيل چې د پاکستان او جاپان ترمېنځه د پټروليم، جيو سائنسز او معدني تحقيق په څانګو كښې مرستې ته به لا وده وركولې شي ۔ د نهې په ورځ د پټروليم ډويژن لخوا د جاري اعلاميې له مخې وفاقي وزير د پاکستان او جاپان ترمېنځه جيو سائنسز او د معدني تحقيق په مېدان كښې د اوږدې مودې راهسې د جاري سائنسي مرستې ستائنه كولو سره ووئيل چې د جاپاني حکومت او جاپان انټرنيشنل کوآپريشن ايجنسي(جائيکا) په معاونت سره جي اے آر اېل جوړېدل او د دې پرمختګ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مضبوطې شراكتدارۍ يو اهم مثال دے۔ د ملاقات په مهال د اړوند چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه










