اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په جنېوا كښې د ورلډ هېلتھ اسمبلۍ په موقع د چين د روغتيا وزير سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال د صحت په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې او شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې موقع وفاقي وزير د اوسني بحران په مهال د پاكستان په ملاتړ كولو د چين مننه …
د وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د جنېوا ورلډ هېلتھ اسمبلۍ په موقع د چين د روغتيا وزير سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په جنېوا كښې د ورلډ هېلتھ اسمبلۍ په موقع د چين د روغتيا وزير سره ليدلي۔ د ملاقات په مهال د صحت په څانګه كښې د دوه اړخيزه مرستې او شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې موقع وفاقي وزير د اوسني بحران په مهال د پاكستان په ملاتړ كولو د چين مننه وكړه٬ وفاقي وزير د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږدې مودې اړيكو ستائنه هم وكړه ۔ دا خبره د صحت وزارت لخوا په جاري شوي بيان كښې شوې۔ په دې موقع وفاقي وزير مصطفېٰ کمال په درې اهمو څانګو كښې د مرستې په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل چې فارماسيوټيکل٬ خام مال او د اے پي آئي ځائي پېداوار لپاره اقدامات ضروري دي٬ د ملاقات په مهال پاکستان كښې د “نفتھا کريکر” ودې او د دې په اهميت هم خبرې وشوې










