اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفی کمال په امر د صحت وزارت ګرد هېواد كښې د اېچ آئي وي او هېپاټائټس بي او سي مخنيوي لپاره د حفاظتي اقداماتو كولو هدايات جاري كړي دي۔ د صحت وزارت لخوا څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان حکومتونو ته په رسمي توګه مراسله استولې ده٬ د دې نه علاوه د وفاق په انتطام …
د صحت وزارت ګرد هېواد كښې د اېچ آئي وي او هېپاټائټس بي او سي مخنيوي له د حفاظتي اقداماتو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفی کمال په امر د صحت وزارت ګرد هېواد كښې د اېچ آئي وي او هېپاټائټس بي او سي مخنيوي لپاره د حفاظتي اقداماتو كولو هدايات جاري كړي دي۔ د صحت وزارت لخوا څلورو واړو صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان حکومتونو ته په رسمي توګه مراسله استولې ده٬ د دې نه علاوه د وفاق په انتطام كښې روغتونونو، دسټرکټ هېلتھ آفيسرز او اسلام آباد هېلتھ کيئر رېګولېټري اتھارټي ته هم په دې لړ كښې خاص هدايات جاري كړې شوې دي۔ د صحت وزارت له مخې ټول سركاري او نجي روغتونونه او د صحت مركزونه پابند كړے شوے دي چې هر ډول طبي او جراحي عمل نه وړاندې دې په مقرره سکريننګ پروټوکول سختي سره عمل درامد باوري كړې شي دغسې چې د رنځونود خپرېدو لاره په موثره ډول ونيولې شي










