مودي سرکار او تش د نامې هندي عدالتونه د مسلمانانو تاريخ او شناخت مسخ كولو كښې مصروف دي

  اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) مودي سرکار د هندوتوا پاليسو له مخې هند د مسلمانانو په منظم ډول د استحصال كولو يو رياست جوړ كړے دے۔ د نړيوالې مجلې "الجزيره" له مخې د هند ګوډاګي عدالت په مدھيه پردېش  كښې موجود تاريخي کمال مولا مسجد  درمسال وګرځولو، عدالت تاريخي مسجد درمسال ګرځولو سره هندوانو ته هلته د عبادت كولو اجازه وركړه۔ د الجزيره  له مخې هند كښې …

 

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) مودي سرکار د هندوتوا پاليسو له مخې هند د مسلمانانو په منظم ډول د استحصال كولو يو رياست جوړ كړے دے۔ د نړيوالې مجلې “الجزيره” له مخې د هند ګوډاګي عدالت په مدھيه پردېش  كښې موجود تاريخي کمال مولا مسجد  درمسال وګرځولو، عدالت تاريخي مسجد درمسال ګرځولو سره هندوانو ته هلته د عبادت كولو اجازه وركړه۔ د الجزيره  له مخې هند كښې مذهبي همغږي او سيکولرازم ختم شوے دے اوس هلته يوازې د مودي د هندوتوا راج دے، د جومات مؤذن رفيق ووئيل چې د برتانيه سامراجي دور نه وړاندې څخه دلته زمونږ كورنۍ د دې جومات ذمه وارۍ سنبهالوي، په تاريخي جومات كښې هندو انتها پسند هندوتوا بېرغونه هسك كړي او ګډا ګانې كوي۔ د امرېكې نوموړي تاريخ دان آډري ټروشکے وئيلي دي چې په هند كښې جوماتونه په نښه كول د اسلامو فوبيا برخه ده٬ د پوهانو له مخې د هندو انتها پسند ګوډاګي مودي سركار په څېر هندي عدالتونه هم تش د نامې سيکولر انډيا شا ته غورځولو سره د هندوتوا نظام خورولو كښې مصروف دي

مزید خبریں