پاكستان ٬ تركيه ٬ بنګله دېش ٬ برازيل ٬ كولمبيا ٬ انډونيشيا ٬ اردن ٬ ليبيا ٬ مالديپ او سپېن په ګلوبل صمود فلوټېلا اسرائيلي بريدونه وغندل

  اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی) د پاكستان ٬ تركيه ٬ بنګله دېش ٬ برازيل ٬ كولمبيا ٬ انډونيشيا ٬ اردن ٬ ليبيا ٬ مالديپ او سپېن خارجه وزيرانو په ګلوبل صمود فلوټېلا اسرائيلي بريدونه په سختو ټكو غندلې دي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزيرانو په خپل شريك بيان كښې ووئيل چې صمود فلوټېلا يو سولييز بشري اقدام دے چې مقصد يۍ په نړيواله كچه …

 

اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی) د پاكستان ٬ تركيه ٬ بنګله دېش ٬ برازيل ٬ كولمبيا ٬ انډونيشيا ٬ اردن ٬ ليبيا ٬ مالديپ او سپېن خارجه وزيرانو په ګلوبل صمود فلوټېلا اسرائيلي بريدونه په سختو ټكو غندلې دي۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر له مخې خارجه وزيرانو په خپل شريك بيان كښې ووئيل چې صمود فلوټېلا يو سولييز بشري اقدام دے چې مقصد يۍ په نړيواله كچه فلسطيني اولس پلو پام ګرځول دي۔ دوئي په نړيوالو اوبو كښې د فلوټېلا په ضد په اسرائيلي مداخلتونو اندېښنه ښكاره كړه او د سویلین جهازونو او د بشري خواخوږۍ كارمندان په نښه كول يۍ وغندل۔ دوئي ووئيل دا ډول بريدونه او د كارمندانو نيول د نړيوالو بشري قوانينو ښكاره خلاف ورزي ده۔ په خپل شريك بيان كښی خارجه وزيرانو د فلوټېلا سوېلين ګډون كوونكو حفاظت او سلامتيا حوالې سره اندېښنه ښكاره كړه او د ګرفتار كړې شوو ټولو كارمندانو وقار سره د خوشې كولو غوښتنه يۍ وكړه۔ دوئي نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه وكړه چې هغه دې خپلې قانوني او اخلاقي ذمه وارۍ ترسره كري او د وګړو او انساني مشنز تحفظ باوري كولو سره سره دې د خلاف ورزيو ختمولو او د ذمه وارو انصاف سره مخ كولو له كوټلي اقدامات وكړي

مزید خبریں