” د حجاج كرامو خدمت، زمونږ عبادت”؛ په مشاعر مقدسه کښې مكتب ناظمين بايد پاكستاني حجاج كرام سره خپلې خبرې او اخلاق غوره وساتي: د مذهبي چارو وفاقي وزير

  مکه مکرمه 19 مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې مکتب ناظمین دې په مشاعر مقدسه (منیٰ، عرفات، مزدلفه، جمرات) كښې پاكستاني عازمينو سره خپله رويه او د خبرو اترو طرز غوره ساتي دغسې چې حجاج كرام هره ګھړۍ دا محسوس كړي چې د پاكستان حكومت ٬ د مذهبي چارو وزارت او حج مشن دوئي سره يو برابر ولاړ دے۔ ده په …

 

مکه مکرمه 19 مئي (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي چې مکتب ناظمین دې په مشاعر مقدسه (منیٰ، عرفات، مزدلفه، جمرات) كښې پاكستاني عازمينو سره خپله رويه او د خبرو اترو طرز غوره ساتي دغسې چې حجاج كرام هره ګھړۍ دا محسوس كړي چې د پاكستان حكومت ٬ د مذهبي چارو وزارت او حج مشن دوئي سره يو برابر ولاړ دے۔ ده په دې خبره زور راوړو چې حجاج كرام بېلو سيمو څخه راغلي دي ٬ ددوئي ژبې او كلتورونه جلا جلا دي٬ له دې كبله د ناظمينو ذمه وارۍ سوا كيږي۔ وفاقي وزير دا خبره په مكه مكرمه (العزيزيه) كښې پاکستان حج مشن كښې مکتب ناظمين سره ملاقات كښې وكړه۔  په دې موقع د حج ډي جي٬ حج مشن پاكستان عبدالوهاب سومرو، چيف کوآرډنيټر مرزا علي محسود٬ کوآرډنيټر مكه ذوالفقار خان، کوآرډنيټير اېف اېنډ سي ناصر عزيز، ډپټي کوآرډنيټر صداقت علي اعوان ، ډائريکټر مکه عارف اسلم راٶ او د ډپټي ډائريکټر مکه عزيز ه پشمول د پاكستان حج مشن چارواكي هم موجود وو

مزید خبریں