پاکستان د ګندھارا تهذيب عظيمې ورثې د تحفظ، ترويج او تر راتلونكي كول منتقل كولو عزم لري: اورنګزيب خان کھچي

  اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي چې پاكستان ګرده نړۍ كښې په مهمو بدھ تهذيبي مركزونو كښې د يو په امين پاتے كېدو وياړ محسوسوي ٬ د ګندھارا تهذيب عظيمې ورثې د تحفظ، ترويج او تر راتلونكي كول منتقل كولو عزم لري۔ د ګندھارا تهذيب او ګوتم بدھ تعليمات انسانيت ته د زغم، شريك سباون، …

 

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) د قامي ورثې او كلتور ډويژن وفاقي وزير اورنګزيب خان کھچي وئيلي دي چې پاكستان ګرده نړۍ كښې په مهمو بدھ تهذيبي مركزونو كښې د يو په امين پاتے كېدو وياړ محسوسوي ٬ د ګندھارا تهذيب عظيمې ورثې د تحفظ، ترويج او تر راتلونكي كول منتقل كولو عزم لري۔ د ګندھارا تهذيب او ګوتم بدھ تعليمات انسانيت ته د زغم، شريك سباون، مکالمې او د امن پيغام وركوي، قديم ګندھارا تهذيب چې آثار ئې په ټېکسلا، سوات، پېښور، مردان او چارسده كښې دي٬ د بدھ تعليماتو، فن، تعميراتو او د فلسفې په وده كښې تاريخي کردار لوبولې۔ وفاقي وزير دا خبرې د قائداعظم يونيورسټي ټېکسلا انسټي ټيوټ آف آرکيالوجي اېنډ سوېلائزېشنز كښې د”پاکستان بدھ په ورثه درېم نړيوال كنفرنس پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه خپله وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل دا كنفرنس يوازې د علمي فورم نه بلكې د بين الثقافتي مکالمې، علمي مرستې او عالمي همكارۍ ودې لپاره يو هم پلېټ فارم دے۔ وفاقي وزير د قائداعظم يونيورسټۍ د هيومنسټک بدھ ازم ريسرچ سېنټر او د ټولو شراكتدارو ادارو د ګندھارا تهذيب او د پاکستان بدھ ورثې تحفظ، تحقيق او ودې لپاره د دې اهمې دستورې  كولو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې قديم ګندھارا تهذيب، چې آثار ئې په ټېکسلا، سوات، پېښور، مردان او چارسده كښې موندلې شي ، د بدھ تعليماتو، فن، تعميراتو او د فلسفې په وده كښې تاريخي كردار لوبولې۔ وفاقي وزير د وزيراعظم شهباز شريف او د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز شريف په مشرۍ كښې د حكومت لخوا د شوې اقداماتو ذكر كولو سره ووئيل چې پاكستان په دې ورستيو كلونو كښې د اهم بدھ آثارِ قديمه دمقاماتو بحالۍ او تحفظ، تاريخي ځايونو بهتر نګرانۍ و انتظام، د آثارِ قديمه تحقيق او نړيوالې علمي مرستې ته وده وركول، تاريخي نوادراتو ډيجيټل دستاويز سازي، د مذهبي سېلګرۍ وده او د ګندھارا ورثې پحقله په نړيواله كچې خبرتيا زياتولو لپاره كنفرنسونه او د كلتوري تبادلو د تابيا په څېر ځانګړي اقدامات كړي دي۔ ده ووئيل چې پاکستان د ګندھارا تهذيب د عظيمې ورثې د تحفظ، ترويج او تر راتلونكي كول د منتقل كولو عزم لري

مزید خبریں