په نړيوال ماركيټ كښې د غلې په بيعه كښې اضافه٬ د سرو زرو او خام تېلو په بيعه كښې كمې۔ رپورټ

  اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) په نړيوال ماركيټ كښې د نهې په ورځ د غلې په بيعه كښې اضافه او د سرو زرو او خام تېلو په بيعه كښې كمې رېكارډ كړې شوے دے ۔ د بلوم برګ رپورټ له مخې د نهې په ورځ د برينټ نارتھ سي کروډ د سباٶن په سودا د 1.69 ډالرو كمي سره 110.41 ډالر د بيرل په سر رېكارډ شوې۔ …

 

اسلام آباد 19 مئي (اے پي پي) په نړيوال ماركيټ كښې د نهې په ورځ د غلې په بيعه كښې اضافه او د سرو زرو او خام تېلو په بيعه كښې كمې رېكارډ كړې شوے دے ۔ د بلوم برګ رپورټ له مخې د نهې په ورځ د برينټ نارتھ سي کروډ د سباٶن په سودا د 1.69 ډالرو كمي سره 110.41 ډالر د بيرل په سر رېكارډ شوې۔ د ويسټ ټيکساس انټرميډيټ   سودا د 0.01 سينټ اضافې نه پس  108.67 ډالره د بېرل په سر رېكارد شوې دغسې د روسيه يورال بينچ مارك سودا د 102.47 ډالره رېكارډ شوے ۔ د جاري رپورټ له مخې د سرو زرو په بيعه كښې د 9.50 ډالرو کمي نه پس 4548.50 ډالره في اونس او چاندۍ په  بيعه كښې 1.12 ډالره کمي سره 76.32 ډالره ته راغلې۔ د رپورټ له مخې د غنمو د سباون سودا 13.25 ډالره زياتېدو سره 677.75 ډالره في بشل او د جوارو په سودا كښې 4.25 ډالره اضافې سره 481.25 ډالره في بشل رېكارډ شوے۔

مزید خبریں