پېنډۍ ۔19مئی (اے پی پی) چیف آف آرمی اسټاف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر پاكستاني وسله والو ځواكونو سره د اولس د بشپړه مرستې او ملاتړ د لارې د هر ډول ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د پاكستان پرمختګ د پراكسيز او منفي پروپېګنډې د لارې له منځه وړونكي قوتونه به د رياست د پياوړتيا او د اولس د يووالي …
د پاكستان پرمختګ د پراكسيز او منفي پروپېګنډې د لارې له منځه وړونكي قوتونه به ناكامۍ سره مخ شي: فيلډ مارشل سيد عاصم منېر

مزید خبریں
پېنډۍ ۔19مئی (اے پی پی) چیف آف آرمی اسټاف او چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منېر پاكستاني وسله والو ځواكونو سره د اولس د بشپړه مرستې او ملاتړ د لارې د هر ډول ترهګرۍ نوغې ويستلو عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د پاكستان پرمختګ د پراكسيز او منفي پروپېګنډې د لارې له منځه وړونكي قوتونه به د رياست د پياوړتيا او د اولس د يووالي له كبله ناكامۍ سره مخ شي۔ د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منېر ، نشانِ امتیاز (ملټری)، هلالِ جرات د كوئټه ګېرېژن دوره وكړه۔ د دورې په مهال فيلډ مارشل په كمانډ اېنډ اسټاف كالج كوئټه كښې تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو او فېكلټي غړو ته خطاب وكړو۔ په خپل خطاب كښې ده د کمانډ اېنډ اسټاف کالج کوئټه د اعلی تربيې معيار ٬ فكري صلاحيت او پېشه ور مهارت وستائلو۔ ده په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې د كالج فراغت ترلاسه كوونكي افسران د خپلې غېر معمولي كاركردګۍ او پېشه ور شوق د لارې پرله پسې غوره خذمات ترسره كوي۔ چیف آف آرمی اسټاف و چیف آف ډیفنس فورسز د عصري جنګ تندۍ سره په بدلېدونكي انداز رڼا اچولو سره رامخې ته كېدونكې ټېكنالوجۍ ٬ ملټي ډومېن آپرېشنز ٬ د درې واړو ځواكونو اشتراك او د سباؤن د جنګونو چېلنجونو څخه خبر پاتې كېدو په اهميت زور راوړو۔ ده افسرانو ته هدايت وكړو چې هغوي دې خپل ځانونه او خپل ځواكونه تربيه كړي دغسې چې د جنګ د بدلېدونكي نوعيت په مؤثر ډول مقابله وكړې شي۔ وروستو هغه په بلوچستان ښې د تعينات فارمېشنز افسرانو او ځوانانو سره ملاقات وكړو۔ فیلډ مارشل په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان په تقدير كښې د شامل پرمختګ لاره د پروپېګنډې ٬ دروغو خبرونو يا په بهرنۍ سرپرستۍ كښې د روانې ترهګرۍ دلارې نيولې كېدې نه شي۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ د پراكسيز او منفي پروپېګنډې د لارې له منځه وړونكي قوتونه به د رياست د پياوړتيا او د اولس د يووالي له كبله ناكامۍ سره مخ شي۔په بلوچستان كښې د تلپاتي امن او استحكام اهميت به ډاګه كولو سره فيلډ مارشل ووئيل تلپاتي پرمختګ لپاره اولس دوسته پالېسي ٬ ټوله شموله ترقي او غوره حكمراني ضروري ده۔ ده د بلوچستان حكومت هغه هڅې وستائلې كومې چې اولسي خېر ښېګړې او سماجي او معاشي پرمختګ او د رياست او اولس ترمينځه تعلق مضبوطولو له كولې شي۔ فیلډ مارشل په بلوچستان كښې امن ٬ استحكام او رياستي عملداري په ځاې ساتلوله د افسرانو او ځوانانو لوړې حوصلې ، آپرېشنل تياري او پېشه ور عزم هم وستائلو۔ دې څخه وړاندې كوئټه ته په رسېدو چيف آف آرميسټاف او چيف آف ډيفنس فورسز ته كور كمانډر كوئټه هركلے ووے۔










