اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار سره په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير شفقت علی خان په اسلام آباد كښی د سيمه ايزو سفيرانو كنفرنس په موقع ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ د جاري شي بيان له مخې د ملاقات په مهال نائب وزیراعظم د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د …
نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار سره متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير شفقت علي خان ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔19مئی(اے پی پی) نائب وزیراعظم / خارجه وزير اسحاق ډار سره په متحده عرب امارات كښې د پاكستان سفير شفقت علی خان په اسلام آباد كښی د سيمه ايزو سفيرانو كنفرنس په موقع ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د نهې په ورځ د جاري شي بيان له مخې د ملاقات په مهال نائب وزیراعظم د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو او د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو په حاجت زور راوړو۔ ده په متحده عرب امارات كښې د پاكستاني كميونټي د مثبت كردار ذكر كولو سره هدايت وكړو چې د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه مضبوط تړون ته وده وركولو سره دې د دوئي خېر ښېګړه لا آسانه كړې شي۔










