اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار 14 نه تر 18 مئي 2026 اسلام آباد كښې د "ريجنل انوائز كنفرنس "اختتامي غونډې مشري وكړه ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د تېرو څو ورځو په مهال د شوي جامع مشاورت او مهمو سفارشات جاج واخېست۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې خپل اختتامي كلماتو كښې اسحاق …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د “ريجنل انوائز كنفرنس”اختتامي غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار 14 نه تر 18 مئي 2026 اسلام آباد كښې د “ريجنل انوائز كنفرنس “اختتامي غونډې مشري وكړه ۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير د تېرو څو ورځو په مهال د شوي جامع مشاورت او مهمو سفارشات جاج واخېست۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې خپل اختتامي كلماتو كښې اسحاق ډار خليجي هېوادونو سره د پاكستان پخوانۍ٬تاريخي او ورورولۍ اړيكې په ډاګه كولو سره د دې عزم پخلې وكړو چې د سياسي٬اقتصادي او اولسي رابطو پشمول په بېلو څانګو كښې دا مهمه همكاري به لا قوي كړې شي۔ ده اقتصادي مرستې ته وده او په منطقه كښې امن او استحكام باوري كولو لپاره د پاكستان د عزم پخلے هم وكړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې خليجي هېوادونو او په ټوله نړۍ كښې د مېشته پاكستنيانو خېر ښېګړه د پاكستان لومړو ترجيحاتو كښې شامل دي۔ ده په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د پاكستان تعميري او د سهولت كار كردار هم رامخې ته كړو او د پرله پسې رابطو او مرستې په اهميت زور راوړو۔ نائب وزيراعظم خارجه وزارت٬ د سفارتي مشنز مشرانو او اړوند وزارتونو ته هدايت وكړو چې شريكه رابطه به لا قوي كولې شي٬فعاله سفارتي روابط به روان ساتلې شي او په سفارشات موثر عملدرآمد به باوري كولې شي۔










