د وزيراعظم په تبئي او ډاګ قلعه كښې په پوليو ډله  د بريد په نتيجه كښې د دوه پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه

  اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د باجوړ ضلعې سلارزئي سيمه تبئي او ډاګ قلعه كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په مهال په پوليو ډله د ډزو په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو دوه پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره شهيد پوليس اهلكارو لپاره د بخښنې دعا او د هغوي كورنۍ سره غمرازي وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ …

 

اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف د باجوړ ضلعې سلارزئي سيمه تبئي او ډاګ قلعه كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په مهال په پوليو ډله د ډزو په نتيجه كښې د امنيتي ځواكونو دوه پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره شهيد پوليس اهلكارو لپاره د بخښنې دعا او د هغوي كورنۍ سره غمرازي وكړه۔د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم د پېښې غندنه وكړه۔ده ووئيل چې حكومت به په هېواد كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په بشپړ ډول جاري ساتي٬ د ترهه ګرۍ عفريت بشپړه خاتمې لپاره حكومت غېر متزلزل عزم لري۔وزيراعظم وويل چې ټول قانون نافذ كونكو ادارو او اولس د ترهه ګرۍ په ضد هلو ځلو كښې قيمتي ځاني قربانۍ وركړې دي۔وزيراعظم د ډزو زر انكوائرۍ بشپړولو سره د ذمه وارو د تعين كولو او د تورنو انصاف سره د مخ كولو هدايت وكړو۔

 

مزید خبریں