ګورنر فېصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير سهيل آفريدي ملاقات

  پښور 18 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير سهيل آفريدي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا سپيكر بابر سليم سواتي٬د مخالفې ډلې مشر ډاكټر عباد٬د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ پارليماني لارښود احمد كريم كنډي٬د …

 

پښور 18 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د ګل په ورځ د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير سهيل آفريدي ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې په ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا سپيكر بابر سليم سواتي٬د مخالفې ډلې مشر ډاكټر عباد٬د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ پارليماني لارښود احمد كريم كنډي٬د اطلاعاتو صوبائي وزير شفيع جان٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكرټري شهاب علي شاه٬د ګورنر پرنسپل سېكرټري فضل خالق او نور چارواكي هم موجود وو۔په دې موقع وزيراعلٰی سهيل آفريدي٬د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر بابر سليم سواتي او د اسمبلۍ غړو صوبائي حقونو لپاره د ګورنر د كردار او مرستې ستائنه وكړه۔

مزید خبریں