سېنېټر روبينه خالد سره د دفاع قائمه كمېټۍ چيئرمېن سردار فتح اے خان ميا خيل ملاقات

  اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد سره د دفاع قائمه كمېټۍ چيئرمېن سردار فتح اے خان ميا خيل دلته بي آئي ايس پي هيډكوارټر كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د بينظير انكم سپورټ پروكرام كار دائرې په پراخا كولو اتفاق وكړے شو۔ په غونډه كښې د ډيجيټل سسټم د لارې تر مستحق كورنيو …

 

اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سېنېټر روبينه خالد سره د دفاع قائمه كمېټۍ چيئرمېن سردار فتح اے خان ميا خيل دلته بي آئي ايس پي هيډكوارټر كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د خېبرپښتونخوا پشمول په ټول هېواد كښې د بينظير انكم سپورټ پروكرام كار دائرې په پراخا كولو اتفاق وكړے شو۔ په غونډه كښې د ډيجيټل سسټم د لارې تر مستحق كورنيو نيغ په نيغه د مرستې رسولو په تګلاره هم خبرې وشوې۔ روبينه خالد د خېرښېګړې پروګرامونو كښې سپيځلتيا او ميرټ ته د وړومبې ترجيح وركولو عزم پخلې وكړو۔

مزید خبریں