ګورننس، شفافيت، ټيکنالوجي او پاليسي همغږي قوي كول د حکومت د اصلاحاتي تګلارې بنيادي ستني دي:د خزاني وزير اورنګزېب اسيائي انفراسټرکچر انوېسټمنټ بنك پلاوي سره خبرې اترې

  اسلام آباد 18 مئي  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي ګورننس، شفافيت، د ټېکنالوجۍ انضمام او پاليسي همغږي قوي كول د حكومت د اصلاحاتي تګلاري بنيادي ستني دي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ اسيائي انفراسټرکچر انوېسټمنټ بېنك (اے آئي آئي بي) صدر  زو جيائي په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔د پلاوي هركلې كولو سره د خزاني وزير واشنګټن ډي سي …

 

اسلام آباد 18 مئي  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي ګورننس، شفافيت، د ټېکنالوجۍ انضمام او پاليسي همغږي قوي كول د حكومت د اصلاحاتي تګلاري بنيادي ستني دي۔ ده دا خبره د ګل په ورځ اسيائي انفراسټرکچر انوېسټمنټ بېنك (اے آئي آئي بي) صدر  زو جيائي په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔د پلاوي هركلې كولو سره د خزاني وزير واشنګټن ډي سي كښې د آئي ايم ايف او نړيوال بينك موسم بهار غونډو په مهال زو جيائي سره د شوي ملاقات حواله وركړه او پاکستان كښې د بنيادي ډھانچے پرمختګ ، اقتصادي اصلاحات او اوږدې مودې پرمختيائي مالي معاونت لپاره يۍ د بينك مسلسل شراکت داري وستائيله۔ده د پاکستان پانډا بانډ کاميابۍ سره اجراء كښې د بينك په ضمانتي معاونت د بانك مننه كولو سره ووئيل دا كامياب مالياتي ډيل د پاکستان معاشي اړخ او اصلاحاتي عمل د سرمايه کارو د زيات شوي باور څرګندونه ده۔د بينك صدر حکومت پاکستان له د پانډا بانډ په کاميابه اجراء مبارکي وركولو سره ووئيل دې اجراء سره ثابت شوې چې ګڼ اړخيزه پرمختيائي ادارې د غړو هېوادونو مالي صلاحيت قوي كولو او تر متنوع مالياتي ذريعو رسنه كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ده په دې مالياتي معامله د سرمايه کارو قوي ردعمل او ښه بيعو تعين هم وستائيلو۔