پاکستان او نړيوال بانك به د اقتصادي اصلاحات ايجنډې او كوټلي اقتصادي پرمختګ ودې لپاره نزدې مرسته روانه ساتي۔ د خزاني وزير اورنګزېب د نړيوال بانك اعلی پايې پلاوي سره خبري

  اسلام آباد 18مئي(اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب بېلو څانګو كښې اصلاحات لپاره د نړيوال بانك مسلسل او تعميري مرسته ستائيلو سره هيله څرګنده كړې چې پاکستان  او نړيوال بانك به د اقتصادي اصلاحات ايجنډے، اداره جاتي استعداد کار زياتولو او كوټلي پرمختګ ودي لپاره سباؤن كښې هم نزدې مرسته روانه ساتي۔ده دا خبره هغه د ګل په ورځ د خزاني وزارت كښې د نړيوال بانك …

 

اسلام آباد 18مئي(اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب بېلو څانګو كښې اصلاحات لپاره د نړيوال بانك مسلسل او تعميري مرسته ستائيلو سره هيله څرګنده كړې چې پاکستان  او نړيوال بانك به د اقتصادي اصلاحات ايجنډے، اداره جاتي استعداد کار زياتولو او كوټلي پرمختګ ودي لپاره سباؤن كښې هم نزدې مرسته روانه ساتي۔ده دا خبره هغه د ګل په ورځ د خزاني وزارت كښې د نړيوال بانك اعلی پائې پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔ د پلاوي مشري پاکستان كښې د نړيوال بانك کنټري ډائرېکټربولورما آمګابازر کوله۔د خزاني وزير په پاکستان كښې اقتصادي اصلاحات او اداره جاتي پرمختګ په لړ كښې د نړيوال بانك پرله پسې مرسته او شراکت داري وستائيله۔ ده مهمو اصلاحاتي څانګو كښې د نړيوال بانك معاونت د قدر وړ ګرځولو سره په دې خبره زور راوړو چې د حکومت په اقتصادي ترجيحات او اصلاحاتي ايجنډا موثر عملدرآمد لپاره نزدې رابطه، تکنيکي مرسته او شريكه همغږي ضروري ده۔ په غونډه كښې د نړيوال بانك په مرسته روانو اصلاحاتو ٬ بېلو اقداماتو او د تکنيکي معاونت په  پروګرامونو كښې د شوي پېش رفت جاج واخستلے شو چې پكښې پبلك فنانشل مينجمنټ اصلاحات، اداره جاتي استعداد کار زياتول ، د قرضو انتظام او د نجي څانګي پرمختګ سره اړوند اقدامات شامل وو،دې نه ځانله د بېلو اصلاحاتي منصوبو او تکنيکي معاونت پروګرامونو په شمول په نورو اړوندو چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ د خزاني وزير په دې خبره زور راوړو چې بايد د تکنيکي معاونت پروګرامونه د اصلاحاتي اهداف ترمخه موثره، خصوصي نوعيت لرونكي او په نتيجو اډانه وي۔ د نړيوال بانك پلاوي كښې مېن ليډاکانومسټ ټوبياس حق،ټيم ليډګروتھ اينډجابز اينډاکانومسټ اينا توم،رفيع خان سينئيرفنانشل سېکټر سپيشلسټ، آئي ايف سي کنټري آفيسر سحراعتزاز او ريجنل منيجر شبيه علي محب شامل وو۔

مزید خبریں