اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاکستان د موسمياتي بدلون مخ په زياتېدونكو خطرو سره مخ دے،ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا او نورو سيمو كښې تندۍ سره ويلې كېدونكي ګلېشيئرز سېلابي خطري زياتوي۔ د ګل په ورځ د اېن ډي اېم اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې د اېن ډي اېم اے د سيوري لاندې …
پاکستان د موسمياتي بدلون مخ په زياتېدونكو خطرو سره مخ دے ، ګلېشيئرز ويلي كېدو سره د سېلاب خطرې لا سوا كيږي: د وفاقي وزير احسن اقبال د اېن ډي اېم اے د سيوري لاندي پاك چين سمپوزيم ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې پاکستان د موسمياتي بدلون مخ په زياتېدونكو خطرو سره مخ دے،ګلګت بلتستان، خېبر پښتونخوا او نورو سيمو كښې تندۍ سره ويلې كېدونكي ګلېشيئرز سېلابي خطري زياتوي۔ د ګل په ورځ د اېن ډي اېم اے د اړخه جاري شوې بيان له مخې د اېن ډي اېم اے د سيوري لاندې دوېم پاك چين سمپوزيم پېل شوے، سمپوزيم 18 نه تر 19 مئي اېن ډي اېم اے هېډ کواټرز كښې دوام لري۔ سمپوزيم كښې به د دواړو هېوادونو پوهان د ممکنه خطرو مخنيوي لپاره د خپل تحقيق او تجربو تبادله کوي۔ د سمپوزيم پرانستې سېشن په مهال د آفتونو او خطرو مخنيوي لپاره په نړيواله كچه په نافذ شوې ښه تګلاره د اډانه کتابچے اجراء هم وشوه۔ وفاقي وزير احسن اقبال د اېن ډي اېم اے سمپوزيم پرانستي سېشن كښې د خاص مېلمه په حيث ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل پاکستان د موسمياتي بدلون زياتو شويو خطرو سره مخ دے،ګلګت بلتستان، خېبرپښتونخوا او نورو سيمو كښې تندۍ سره ويلي كېدونكي ګلېشيئرز د سيلابي خطر سبب دي۔










