سعودي حكومت سره د لوظنامې نه لاس ليك كېدو د لاسه سږ كال عازمين مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته د ټرېن په ځاې د بسونو دلارې سفر كوي٬ اوس هم منطقه كښې د پاكستان حج پېكج تر ټولو زيات ارزان دے: د وفاقی وزیر  سردار یوسف ميډيا سره خبرې

  مکه مکرمه ۔18مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي سعودي حكومت سره د لوظنامې نه لاس ليك كېدو د لاسه به سږ كال عازمين د ټرېن په ځاې د بسونو دلارې مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته سفر كوي٬ د حكومت لخوا د بشپړه ستړو او خوارۍ په نتيجه كښې څلور كلونو څخه د حج په مصاريفو كښې هڅې قسمه اضافه نه ده شوې …

 

مکه مکرمه ۔18مئی(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف وئيلي دي سعودي حكومت سره د لوظنامې نه لاس ليك كېدو د لاسه به سږ كال عازمين د ټرېن په ځاې د بسونو دلارې مكې مكرمې څخه مدينې منورې ته سفر كوي٬ د حكومت لخوا د بشپړه ستړو او خوارۍ په نتيجه كښې څلور كلونو څخه د حج په مصاريفو كښې هڅې قسمه اضافه نه ده شوې او دا مهال په منطقه كښې دپاكستان حج پېكج تر ټولو زيات ارزان دے۔ په ګاونډي هېواد هند كښې حج پېكج پاكستان څخه 6 لكه روپۍ ګران دے او دغلته معياري آسانۍ هم وركولې نه شي۔ وفاقي وزير په مكه مكرمه كښې د حج انتظاماتو جاج اغستو څخه وروستو خبريالانو سره خبرې كولې۔ وفاقی وزیر ووئيل سږ كال حج لپاره د رجسټرېشن تجربه ډېره كاميابه پاتې شوه او راروان كال كښې به د حج د پالېسۍ او انتظاماتو لړۍ د سعودي حكومت لخوا اعلان سره سمدستي پېل كولې شي۔ ده ووئيل د سركاري سكيم لاندې د 11 نيم او 12 لكه روپو دوه پېكجونه (شارټ او لانګ) وركړې شوي دي۔ كوم كسان چې زيات مصاريف پورته كولې شي هغوي لپاره پرائېوېټ سېكټر هم موجود دے په كوم كښې چې 20  څخه تر 30 لکه روپو پېكجونه وركولې شي۔ ده ووئيل د هندوستان عازمين حج لپاره د دغې ځاې د كرنسۍ لحاظ سره 18 لكه روپۍ ادا كوي او سره د دې لوے پېكج د آسانيو د نشتوالي دلاسه ستونزو سره مخ دي۔ ده ددې عزم څرګندونه وكړه چې د حاجيانو خدمت مونږ سركاري ډيوټي نه بلكې عبادت ګڼو

مزید خبریں