اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كڼدي په خېبرپښتونخوا كښې د چېمپئن ليګ هېډ آفس پرانسته وكړه۔د پرانستې دستورې ته د سي اېل كے سي اي او سهېل كنډي٬چيئرمېن عامر نواز او كركټر ياسر حميد هم وينا وكړه۔په دې موقع كركټر ياسر شاه٬رياض آفريدي او نور هم موجود وو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې د لوبو د لارې د خېبرپښتونخوا سافټ امېج روښانه كول …
ګورنر په خېبرپښتونخوا كښې د چېمپئن ليګ هيډ آفس پرانسته وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل كريم كڼدي په خېبرپښتونخوا كښې د چېمپئن ليګ هېډ آفس پرانسته وكړه۔د پرانستې دستورې ته د سي اېل كے سي اي او سهېل كنډي٬چيئرمېن عامر نواز او كركټر ياسر حميد هم وينا وكړه۔په دې موقع كركټر ياسر شاه٬رياض آفريدي او نور هم موجود وو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې د لوبو د لارې د خېبرپښتونخوا سافټ امېج روښانه كول ترجيحات كښې شامل دي په صوبه كښې ګراؤنډز آبادول ډېر ضروري دي۔ ده د پاكستان كركټ بورډ لخوا د خېبر پښتونخوا چيمپئن ليګ په منظورۍ د پي سي بي چيئرمېن و كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او پي سي بي چارواكو مننه وكړه۔ ده ووئيل چې د خېبرپښتونخوا چېمپئن ليګ جوړول د انتظاميې يو مستحسنه پرېكړه ده او دې سره به صوبه كښې كركټ ته امن او ورورولۍ ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل زمونږ كركټ ډله كښې زيات لوبغاړي خېبرپښتونخوا سره تعلق لري٬د صوبې خپل ليګ به نوې ټېلنټ رامخې ته كولو كښې كردار ادا كړي۔ده ووئيل چې ډېر زر به د خېبرپښتونخوا چيمپئن ليګ لانچنګ وشي كوم كښې به چې په ابتدائي توګه د صوبې د بېل ډويژنل هيډكوارټرز 6 ډلې شاملې وي








