د خېبر پښتونخوا اولس د فتنة الخوارج بې لارې كوونكې بيانيه مسترد كړه ٬ ترھګر خپلوانو سره د تعلق ختمولو او د پاك پوځ بشپړ ملاتړ كولو اعلان

  اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اولس د فتنة الخوارج بې لارې كوونكې بيانيه مسترد كړه۔ د تفصيلات له مخې فتنة الخوارج څخه تنګ راغلي د خېبر پښتونخوا غېرتي اولس لويه پرېكړه كولو سره ترهګرو خپلوانو څخه د ښكاره لا تعلقۍ او د پاك پوځ د بشپړ ملاتړ كولو اعلان وكړو۔ د بنو ضلعې وزیر اقبال خپل ترهګر زوئي خارجي شاکر څخه د بشپړه لا تعلقۍ اعلان وكړو۔ …

 

اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا اولس د فتنة الخوارج بې لارې كوونكې بيانيه مسترد كړه۔ د تفصيلات له مخې فتنة الخوارج څخه تنګ راغلي د خېبر پښتونخوا غېرتي اولس لويه پرېكړه كولو سره ترهګرو خپلوانو څخه د ښكاره لا تعلقۍ او د پاك پوځ د بشپړ ملاتړ كولو اعلان وكړو۔ د بنو ضلعې وزیر اقبال خپل ترهګر زوئي خارجي شاکر څخه د بشپړه لا تعلقۍ اعلان وكړو۔ بنو پرېس كلب كښې د خبري كنفرنس په مهال ده ووئيل زه د خپل زوئي شاكر ښو بدو عملونو او رياست مخالف فعاليتونو سره هېڅ تعلق نه لرم۔ هغه شپږ مياشتې كور پرېښودلې او په رياست مخالف فعاليتونو كښې ككړ شوے۔ ده ووئيل مونږ رياستي ادارو ٬ پاك پوځ او خپل حكومت سره يو برابر ولاړ يو او هر ډول مرسته كولو له چمتو يو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په خېبر پښتونخوا كښې فتنة الخوارج څخه اولسي كركه ورځ په ورځ سوا كيږي او ددوئي رياست مخالف بيانيه اوس په بشپړه توګه ختمه شوې ده

مزید خبریں