اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) په پاکستان كښې د ګندھارا تهذیب او بدھ مت تاریخی ورثه په نړيواله كچه رامخې ته كولو له درېم نړيوال كنفرنس بدھسټ هېرېټېج آف پاکستان 2026 د روانې مياشتې 19 مې نېټې څخه په اسلام آباد كښې پېل كيږي كوم به چې تر 23 مې نېټې دوام لري۔ د پي ټي ډي سي لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا كنفرنس د قائد اعظم …
درېم نړيوال كنفرنس’’بدھسټ ھېرېټېج آف پاکستان 2026‘‘ په 19 مئی پېل كيږي

مزید خبریں
اسلام آباد۔18مئی(اے پی پی) په پاکستان كښې د ګندھارا تهذیب او بدھ مت تاریخی ورثه په نړيواله كچه رامخې ته كولو له درېم نړيوال كنفرنس بدھسټ هېرېټېج آف پاکستان 2026 د روانې مياشتې 19 مې نېټې څخه په اسلام آباد كښې پېل كيږي كوم به چې تر 23 مې نېټې دوام لري۔ د پي ټي ډي سي لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا كنفرنس د قائد اعظم پوهنتون هیومنسټک بدھزم ریسرچ سېنټر تر اهتمام لاندې د بېلو قومي او نړيوالو ادارو په مرسته كولې شي۔ په كنفرنس كښې به د پاكستان ګندھارا تهذیب، بدھ مت تاریخی ځايونو ، آثارِ قدیمه، كلتوري تنوع او مذهبي سېلګرۍ ته وده وركولو سره اړوندې تحقيقي مقالې او علمي مباحثې وړاندې كولې شي۔ د كنفرنس مقصد د پاكستان تاريخي او كلتوري ورثه په نړيواله كچه معارفي كول ٬ بېن الثقافتی رابطو ته وده وركول او د ګندھارا تهذيب اهميت په ډاګه كول دي










