باکو، آذربائیجان 17مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي موسمیاتی بدلون ، غريبي او د استوګني ناانصافی يو بل سره تړلي مسئلې دې د كوم چې تر ټولو زيات بوجھ غریب او کمزوري طبقې پورته كوي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې محفوظ، جامعه او مساوی ښارونو جوړولو لپاره په انصاف اډانه شهري پالیسو ته پام لرنه وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده …
د موسمیاتی بدلون او استوګني ناانصافۍ تر ټولو زيات بوجھ غریبي طبقې پورته كوي ۔ ډاكټر مصدق ملك

مزید خبریں
باکو، آذربائیجان 17مئي (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقی وزیر ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي موسمیاتی بدلون ، غريبي او د استوګني ناانصافی يو بل سره تړلي مسئلې دې د كوم چې تر ټولو زيات بوجھ غریب او کمزوري طبقې پورته كوي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې محفوظ، جامعه او مساوی ښارونو جوړولو لپاره په انصاف اډانه شهري پالیسو ته پام لرنه وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په باکو كښې ورلډ اربن فورم ته وينا كښې وكړه۔د اتوار په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقی وزیر ډاكټر مصدق ملك د آذربائیجان پايه تخت باكو كښې ورلډ اربن فورم (WUF13) 13مه غونډه كښې د پاکستان د اړخه قامی وزارتی بیان وركړو۔ د فورم سرخط’’نړۍ له استوګنه وركول: محفوظ او قوي ښار او کمیونټیز‘‘ ؤ۔په دې موقع خپله وينا كښې ډاكټر مصدق ملك موسمیاتی بدلون ، شهری عدم مساوات، غريبي او د استوګني ناانصافۍ شريك تعلق رامخې ته كړو۔ده ووئيل موسمیاتی آفت تر ټولو لوئ بوجھ په هغه کمزور او پسماندہ طبقو پريوځي كوم چې په دې بحران كښې تر ټولو كم كردار لري۔ده ووئيل ګرين او كوټلې پرمختګ يواځې يو اصطلاح یا ظاهری ښكلا جوړھ نه شي۔مونږ له سرمايه كارو لپاره نه بلكه وګړو له استوګني جوړي كړو۔مونږ له به د غريبانو غږ پوريدل وي ځګه چې د هغوي غږ دلته نشته۔د خپل خطاب په آخر ډاكټر مصدق ملك غوښتنه وكړه چې’’باکو کال فار ایکشن‘‘ بايد په انصاف اډانه شهری حل، کمزور طبقو تحفظ او د استوګني په څانګه كښې د ډنډورو حوصله شکنی وكړي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې نړيواله ورورولي يو داسې محفوظ، جامعه، قوي او مساوی ښار جوړولو لپاره شريك اقدامات وكړي چرته چې ټول وګړي د وقار سره ژوند وكړي۔










