وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل پي ټي آئي له مثبت کردار لپاره پارليماني ادارو كښې د بيرته راتللو بلنه وركړه

  اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري پاکستان تحريك انصاف له پارليماني کمېټيو كښې بريته راتللو سره د مثبت کردار ترسره كولو بلنه وركولو سره وئيلي چې د بجټ جوړولو عمل كښې استعفاګانو څخه وړاندې اپوزيشن تعميري کردار ترسره كړې۔د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د بجټ په اړه تيرو غونډو كښې د …

 

اسلام آباد 17 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري پاکستان تحريك انصاف له پارليماني کمېټيو كښې بريته راتللو سره د مثبت کردار ترسره كولو بلنه وركولو سره وئيلي چې د بجټ جوړولو عمل كښې استعفاګانو څخه وړاندې اپوزيشن تعميري کردار ترسره كړې۔د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د بجټ په اړه تيرو غونډو كښې د اپوزيشن رويه مثبت وه او هغوي د بجټ چارو نزدې څخه جاج اخستلې۔ده ووئيل حکومت ههم د اپوزيشن تجاويز سنجيدګۍ او مثبت انداز كښې اخستي دغسې د پارلماني غړو اسامه ميله او مبين عارف پارليماني کمېټيو كښې کارکردګي د ستائنې وړ وه۔ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل پي ټي آئي د ځيني قائمه کمېټيو چيئرمېنانو په تقررۍ اختلافات لرل چې پكښې بنيادي شخړه د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ چيئرمېن جنيد اکبر خان په معامله وه۔ده ووئيل يو مخصوص ډلي باني پي ټي آئي  په استعفاګنو راشي كړې  دغسې چې جنيد اکبر اخوا كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل د قائمه کمېټيو استعفاګانو نه پس اپوزيشن اوس كوم مؤثره پوزيشن نه لري۔ده ووئيل قائمه کمېټيو کارروائي بائيکاټ کول اپوزيشن خپل ځان د بجټ عمل څخه جلا كړې او دا به كتلې شي چې هغوې په پارلمان كښې څه تګلاره خپلوي۔

مزید خبریں