وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداری د پاکستان او زمبابوے د ميرمنو كركټ ډلو ترمينځه په ورستي میچ كښې په خاص توګه ګډون وكړو،قام لوبغاړه ته په كاميابۍ مباركي

  کراچۍ 16مئي  (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداري د كراچۍ نېشنل سټيډيم كښې د پاکستان او زمبابوے ميرمنو كركټ ډلو ترمينځه د سیریز وروستي میچ كښې په خاص توګه ګډون وكړو او د پاكستان ميرمنو ډلي ته ئې په تاریخی کامیابۍ مبارکي وركړه۔اختتامی دستوري ته وينا كښې وړومبۍ ميرمن ووئيل د پاکستان ویمن کرکټ ډلي په ښه لوبه كولو سره نه يواځې سیریز كښې تاریخی بريا ترلاسه …

 

کراچۍ 16مئي  (اے پي پي) وړومبۍ ميرمن آصفه بھټو زرداري د كراچۍ نېشنل سټيډيم كښې د پاکستان او زمبابوے ميرمنو كركټ ډلو ترمينځه د سیریز وروستي میچ كښې په خاص توګه ګډون وكړو او د پاكستان ميرمنو ډلي ته ئې په تاریخی کامیابۍ مبارکي وركړه۔اختتامی دستوري ته وينا كښې وړومبۍ ميرمن ووئيل د پاکستان ویمن کرکټ ډلي په ښه لوبه كولو سره نه يواځې سیریز كښې تاریخی بريا ترلاسه كړه بلكه د ټول قام سر ئې په وياړ هسك كړو۔دي ووئيل قامی لوبغاړي د هېواد قیمتی سرمایه ده او د هغوي کامیابۍ د پيغلو لپاره د فخر وړ دې۔وړومبۍ ميرمن د قامي ډلي کپتان فاطمه ثناء ریکارډ جوړولو کارکردګي ستائيلو سره هغې له د “پلیئر آف دی میچ” ایوارډ وركړو۔دې ووئيل فاطمه ثناء ښه لوبه كړي او د پاكستان نامه ئې په نړيواله كچه روښانه كړي۔په دې موقع وړومبۍ ميرمن فاتح پاکستان ډلي له ټرافي وركړه دغسې میچ آفیشلز له ئې میدلز هم وركړل۔په دې موقع دي د ميرمنو لوبغاړو سره ملاقات وكړو او د هغوي پیشه وره صلاحیتونه، عزم او قامی لوبي وده كښې کردار ئې وستائيلو۔

مزید خبریں