پاکستان به د عمل وړ ، آزاد او جغرافيائي ډول كوټلي فلسطيني رياست جوړولو حمايت جاري ساتي ۔ صدر مملکت آصف علي زرداري نكبه نړيوالي ورځ په موقع پيغام

  اسلام آباد 16مئي  (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د پاکستان اولس د فلسطينيانو سره د خپلواكۍ حق ، آزادۍ او وقار منصفانه هلو ځلو سره د خپل غير متزلزل يووالي پخلے كوي،دا ورځ د 1948 هغه پېښو ياد تازه كوي د كومو په نتيجه كښې چې ګڼ شمير فلسطينيان بے كوره او د خپلو زمكو څخه بے دخله شوې وو او هغوي تر ډير …

 

اسلام آباد 16مئي  (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي د پاکستان اولس د فلسطينيانو سره د خپلواكۍ حق ، آزادۍ او وقار منصفانه هلو ځلو سره د خپل غير متزلزل يووالي پخلے كوي،دا ورځ د 1948 هغه پېښو ياد تازه كوي د كومو په نتيجه كښې چې ګڼ شمير فلسطينيان بے كوره او د خپلو زمكو څخه بے دخله شوې وو او هغوي تر ډير وخت د تكليفونو سره مخ وو۔د خالي په ورځ د نكبه نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې صدر زرداري ووئيل د فلسطين اولس لپاره نکبه يواځې يو تاريخي باب نه بلكه يو پرله پسې حقيقت دے، كوم چې د قبضے، بے دخله كولو ، محرومۍ او بنيادي حقونو څخه د انکار په صورت كښې نن هم روان دې۔پاکستان عمر له د فلسطينيانو سره ولاړ دے او د ملګرو ملتونو پشمول نور نړيوال فورمز به د هغوي د جائز او ناقابلِ تنسيخ حقونو لپاره غږ پورته كوي۔د پاکستان مؤقف په انصاف، نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو اړوندو قراردادونو په اصولو اډانه دے۔د ايوان صدر پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل په دې مهمه ورځ پاکستان د نړآوالي ورورولۍ څخه غوښتنه كوي چې د فلسطينيانو او په خاص توګه د فلسطين كډوالو پرله پسې ملاتړ باوري كړې شي ۔ قرارداد 194 ترمخه منلې شوي فلسطيني كډوالو حقِ وركولو له عملي شكل وركړې شي۔پاکستان غزه كښې سمدستي، غير مشروط او كوټلي جنګ بندۍ، فلسطينيانو له غير د څه رکاوټ انساني امداد وركولو او د اسرائيل اقدامات احتساب لپاره د خپلي غوښتني پخلے كوي۔پاکستان د فلسطينيانو سره د خپلواكۍ حق ، آزادۍ او وقار منصفانه هلو ځلو سره د خپل غير متزلزل يووالي پخلے كوي كوم چې 1967 څخه د وړاندي په پولو اډانه وي او پايه تخت ئې القدس الشريف وي۔پاکستان به د فلسطينيانو د ناقابلِ تنسيخ حقوق، پشمول د خپلواكۍ حق او آزاد رياست جوړولو تر ترلاسه كيدو د هغوي سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوي

مزید خبریں