خېبر پښتونخوا ،پنجاب،شمالي بلوچستان ،ګلګت بلتستان او کشمير كښې ځائې په ځائې د باران امكان دے

  اسلام آباد 16 مئي  (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال خېبر پښتونخوا ،پنجاب،شمالي بلوچستان ،ګلګت بلتستان او کشمير كښې ځائې په ځائې د باران امكان دے،د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم خشك او ګرم وي۔د موسمياتو محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال پنجاب، کشمير، بره /كوز خېبرپښتونخوا او بارکھان كښې باران شوې۔د هېواد په نورو سيمو كښې موسم كرم او خشك …

 

اسلام آباد 16 مئي  (اے پي پي) د راروانو 24 ساعتونو په مهال خېبر پښتونخوا ،پنجاب،شمالي بلوچستان ،ګلګت بلتستان او کشمير كښې ځائې په ځائې د باران امكان دے،د هېواد په نورو سيمو كښې به موسم خشك او ګرم وي۔د موسمياتو محکمې له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال پنجاب، کشمير، بره /كوز خېبرپښتونخوا او بارکھان كښې باران شوې۔د هېواد په نورو سيمو كښې موسم كرم او خشك وو۔تر ټولوز يات باران پنجاب جهلم كښې 13، نور پور تھل كښې 08، فيصل آباد كښې 07، کروړ (ليه) كښې 05، حافظ آباد كښې 04، جھنګ كښې 03، ، خېبر پښتونخوا: پټن كښې 08،پاړه چنار كښې 07، ډي آئي خان كښې 04،بلوچستان: بارکھان كښې 01 ملي ميټر باران شوې۔د خالي په ورځ ريکارډ کړې شوي زيات درجه حرارت : سبي كښې 46، نوکنډي كښې 43، جيکب آباد، نواب شاه، تربت او مټھي كښې 42 ډګري سينټي ګريډ ريکارډ شوې۔

مزید خبریں