اسلام آباد/بيجنګ 16 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پانډا بانډ جاري كول د پاكستان او چين ترمينځه مالياتي مرستي نوې دور پيل دے ، پاكستان وړومبې پانډا بانډ اجرا د پاكستان او چين ترمينځه د مالياتي مرستي يو نوې دور پېل شوې دغسې د دې پيش رفت د لارې پاكستان ته په وړومبي ځل د چين ځائې سرمايه ماركيټ تر رسنه …
پانډا بانډ جاري كول د پاكستان او چين ترمينځه مالياتي مرستي نوې دور پيل دے، د خزاني وفاقي وزير د چين چينل سي جي ټي اين سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد/بيجنګ 16 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي پانډا بانډ جاري كول د پاكستان او چين ترمينځه مالياتي مرستي نوې دور پيل دے ، پاكستان وړومبې پانډا بانډ اجرا د پاكستان او چين ترمينځه د مالياتي مرستي يو نوې دور پېل شوې دغسې د دې پيش رفت د لارې پاكستان ته په وړومبي ځل د چين ځائې سرمايه ماركيټ تر رسنه ترلاسه شوي كوم چې د نړۍ دويم لوئ او ژور كيپيټل ماركيټ ګڼلې شي۔د خزاني وزارت له مخې چائنا ګلوبل ټيلي ويژن نيټ ورك ( سي جي ټي اين ) سره مركه كښې د خزاني وفاقي وزير ووئيل د پانډا بانډ كامياب اجرا د دې خبري ثبوت دے چې د چين مالياتي ادارو او نړيوالو سرمايه كارو د پاكستان په معاشي سمت، اصلاحاتي ايجنډے او ميكرو اكنامك استحكام باور زياتيږي۔ سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل پانډا بانډ يواځې د پاكستان مالياتي حكمتِ عملۍ لپاره مهم نه دے بلكه دې سره به د چين كرنسي آر ايم بي (آرايم بي ) نړيوال استعمال ته هم وده ترلاسه شي۔ده ووئيل د پاكستان او چين ترمينځه تقريباً څلورو كښې يوه برخه تجارت وړاندې څخه آر ايم بي او چين يوآن كښې كيږي،كوم چې د دواړو هېوادونو ترمينځه زيات شوې مالياتي او اقتصادي رابطو عكاسي كوي۔ده ووئيل چين پاكستان اقتصادي راهداري (سي پي اي سي ) وړومبي پړاؤ كښې د بنيادي ډھانچے تعمير ته پام لرنه شوي دغسې دويم پړاؤ كښې كاروباري مرستي ، صنعتي شراكت دارۍ او د انفراسټركچر څخه معاشي ګټو ترلاسه كولو ته پام لرنه كيږي۔










