د حج 2026 په سركاري كوټه 90 زره پاكستاني حج كونكي سعودي عرب ته ورسيدل

  مكه مكرمه  16 مئي  (اے پي پي) د پاكستان د بېلو ښارونو څخه د ’’روټ ټو مكه‘‘ او حج پروازونو د لارې نور 6 زره 224 حج كوونكي سعودي عرب ته ورسيدل،دې نه پس په سعودي عرب كښې د پاكستاني حج كونكو مجموعي شميره 90 زره 976 ته ورسيده،دا شميره د پاكستان د مجموعي سركاري حج كوټے 77 فيصده جوړيږي۔د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ له مخې تر …

 

مكه مكرمه  16 مئي  (اے پي پي) د پاكستان د بېلو ښارونو څخه د ’’روټ ټو مكه‘‘ او حج پروازونو د لارې نور 6 زره 224 حج كوونكي سعودي عرب ته ورسيدل،دې نه پس په سعودي عرب كښې د پاكستاني حج كونكو مجموعي شميره 90 زره 976 ته ورسيده،دا شميره د پاكستان د مجموعي سركاري حج كوټے 77 فيصده جوړيږي۔د مذهبي چارو وزارت وياند عمر بټ له مخې تر اوسه د پاكستان د بېلو ښارونو څخه مدينې منورې لپاره 164 او مكې مكرمې لپاره 174 پروازونه تللي دي۔ سعودي عرب ته رسيدونكو مجموعي حج كونكو كښې 94 فيصده دا مهال مكه مكرمه دغسې 6 فيصد مدينه منوره كښې دي۔تيره ورځ د پاكستان څخه نور 777 حج كونكي مدينې منورې ته رسيدلي كوم به چې هلته 8 ورځي پاتي كيږي،دغسې 22 زره 204 حج كونكو مدينه منوره كښې 8 ورځو قيام نه پس مكې مكرمې ته رسيدلي۔دغسې مدينې څخه مكې ته تللو نه پس د حج كونكو شميره 35 زره 249 ته رسيدلي،دغسې 42 زره 572 حج كونكي پاكستان څخه نيغ په نيغه مكې مكرمې ته رسيدلي۔د مذهبي چارو وزارت شميري له مخې د حج كونكو خدمت، لارښودني او طبي سهوليات لپاره 98 فيصده خدام الحجاج، 93 فيصده اېس ډي اي ، ټيكنيكل سټاف او 87 فيصد ميډيكل اسټاف هم خپلي ذمه وارۍ ترسره كوي۔