مکه مکرمه 15مئي (اے پي پي) د پاکستان څخه روان د حج آپريشن ترمخه تر اوسه د 313 پروازونو د لارې 84,752 سرکاري حج كونكي سعودي عرب ته رسيدلي،كوم چې د مجموعي سرکاري کوټے 71 فيصده دې۔ د مذهبي چارو وزارت رپورټ له مخې 164 پروازونه مدينه منورہ او 174 پروازونه جدې هوائي ميدان ته رسيدلي دي۔ مکه مكرمه كښې دا مهال 77,821 حج كونكي مېشته دي دغسې 6,931 …
پاکستان څخه حج آپريشن کاميابۍ سره روان دې،تر اوسه 84 زره څخه زيات حج كونكي سعودي عرب ته رسيدلي

مزید خبریں
مکه مکرمه 15مئي (اے پي پي) د پاکستان څخه روان د حج آپريشن ترمخه تر اوسه د 313 پروازونو د لارې 84,752 سرکاري حج كونكي سعودي عرب ته رسيدلي،كوم چې د مجموعي سرکاري کوټے 71 فيصده دې۔ د مذهبي چارو وزارت رپورټ له مخې 164 پروازونه مدينه منورہ او 174 پروازونه جدې هوائي ميدان ته رسيدلي دي۔ مکه مكرمه كښې دا مهال 77,821 حج كونكي مېشته دي دغسې 6,931 حج كونكي مدينه منوره كښې د خپل قيام موده پوره كوي۔د حج كونكو آسانيو لپاره فيلډ كښې 1,397 فلاحي عمله تعينات کړې شوي چې پكښې ميډيکل ډلي ، خدام او آئي ټي پوهان شامل دي۔ حج كونكو له په حرم كښې د لمونځونو ادا كولو لپاره 371 بسونه 24 ساعته موجود دي۔د روحاني سهوليات په لړ كښې تر اوسه 33,108 حج كونكو د رياض الجنہ د زيارت سعادت ترلاسه كړې چې پكښې 17,744 نارينه او 15,364 ميرمني شاملي دي۔










