اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال سېنېټ ته وئيلي دي حكومت د بلوچستان او خېبر پښتونخوا زدكونكو لپاره بېل شوي ميډيكل چوكو مسئلې مستقل حل په راوستلو كار كوي دغسې چې هر كال پيدا كيدونكي مشكلات ختم كړې شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د يوې پژښتني په ځوواب ده ووئيل د اوږدې …
حكومت د بلوچستان او خېبر پښتونخوا زدكونكو لپاره بېل شوي ميډيكل چوكو مسئلې مستقل حل په راوستلو كار كوي۔مصطفيٰ كمال

مزید خبریں
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال سېنېټ ته وئيلي دي حكومت د بلوچستان او خېبر پښتونخوا زدكونكو لپاره بېل شوي ميډيكل چوكو مسئلې مستقل حل په راوستلو كار كوي دغسې چې هر كال پيدا كيدونكي مشكلات ختم كړې شي۔د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د يوې پژښتني په ځوواب ده ووئيل د اوږدې مودې نظام نه لرلو له امله دا مسئله بيا بيا رامخې ته كيږي۔ده ووئيل 2017-18 او 2018-19 كښې 194 سيټونه بېل كړې شوي وو،دغسې 2019 نه تر 2023 كوم هم سيټ نه دې وركړې شوي۔وفاقي وزير ووئيل دې نه پس 2023-24 كښې 333 سيټونه بېل شوي او اوسني حكومت 2024-25 كښې هم دغه شميره برقرار ساتلي۔ ده ووئيل دا معامله تر سپريم كورټ رسيدلي۔مصطفيٰ كمال ووئيل دې نه پس حكومت په مستقل بنيادونو حل لپاره بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې 333 سيټونو وركولو پريكړه كړي دغسې چې د دواړو صوبو زدكونكي هر كال دې صورتحال سره نه مخ كيږي۔










