اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي حكومت د تجارت، سرمايه كارۍ او صنعتي پرمختګ ودی لپاره نجي څانګي سره په ګډه مؤثر اقدامات كوي ، دغسې سياسي و عسكري قيادت قامي، سيمه ايز او په نړيواله كچه امن لپاره ذمه واره او فعاله كردار ترسره كوي۔ده د اسلام آباد سيكټر اي۔11 ګولړه شريف كښې د امتياز ګروپ 33م برانچ …
حكومت د تجارت، سرمايه كارۍ او صنعتي پرمختګ وديی لپاره نجي څانګي سره په ګډه مؤثر اقدامات كوي۔د سېنېټ چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد 15 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي حكومت د تجارت، سرمايه كارۍ او صنعتي پرمختګ ودی لپاره نجي څانګي سره په ګډه مؤثر اقدامات كوي ، دغسې سياسي و عسكري قيادت قامي، سيمه ايز او په نړيواله كچه امن لپاره ذمه واره او فعاله كردار ترسره كوي۔ده د اسلام آباد سيكټر اي۔11 ګولړه شريف كښې د امتياز ګروپ 33م برانچ پرانستي دستوري ته وينا كوله۔په دې موقع د خېبر پښتونخوا پخوانے وزيراعليٰ او ګورنر مهتاب عباسي، د قامي اسمبلۍ پخوانے ډپټي سپيكر مرتضي جاويد عباسي د پاكستان بيت المال پخوانے منيجنګ ډائريكټر زمرد خان پخوانے سېنېټر تنوير احمد خان نور پارلماني غړي ، كاروباري شخصيات، سماجي حلقو او وګړو پہ ګڼ شمير كښې ګډون وكړو۔د سېنېټ چيئرمېن د امتياز ګروپ چيئرمېن امتياز حسين د هغه دواړو زامنو ،د هغه كورنۍ او انتظاميې ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل امتياز ګروپ هېواد كښې د جديد او منظم تجارتي نظام وده كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل داسې ادارې نه يواځې قامي معيشت قوي كوي بلكه اولس له معياري او په مناسب بيعه څيزونو وركولو د لارې په حقيقي معنو كښې ريليف هم وركوي۔ده ووئيل اسلام آباد كښې جوړ شوے دا د نړيوال معيار سپر اسټور د دې خبري ثبوت دے چې د پاكستان كاروباري ادارے د نړيوالي كچي مقابلہ بشپړ صلاحيت لري۔ده ووئيل امتياز ګروپ د هېواد په 14 ښارونو كښې د 33 برانچز د لارې ګڼو كسانو لہ روزګار وركوي،كوم چې د هېواد معيشت، ځائې صنعت او تجارتي هلو ځلو ودي لپاره خوشبينه دے۔










