پاکستان كښې د  آئي بي آئي ډیجیټل اکانومي هیډکوارټرز جوړېدل به دېر ګتور ثابت شي٬ وزيراعظم شهباز شريف

  اسلام آباد۔15مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د آئي بي آئي ګروپ پاکستان كښې د خپل ډیجیټل اکانومي هیډکوارټرز جوړولو د پرېكړې  ستائنې كوول سره د  پاکستان او چین تر مينځه په کاروباري كچه په زياتېدونكې مرسته د اطمینان څرګندونه كړې ده۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د  چین 11 كسيز لوي کاروباري پلاوي د جمعې په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو د كوم مشري …

 

اسلام آباد۔15مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د آئي بي آئي ګروپ پاکستان كښې د خپل ډیجیټل اکانومي هیډکوارټرز جوړولو د پرېكړې  ستائنې كوول سره د  پاکستان او چین تر مينځه په کاروباري كچه په زياتېدونكې مرسته د اطمینان څرګندونه كړې ده۔ د وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د  چین 11 كسيز لوي کاروباري پلاوي د جمعې په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو د كوم مشري چې د آئي بي آئي د بیجنګ یونائیټډ ټیکنالوجي باني، صدر او د  کنټرولنګ شیئر هولډر چیان شیاو جون کوله  ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیراعظم پلاوي ته پاکستان ته په راتګ هر كلي كولو سره د پاکستان او چین ترمينځه د  تاریخي اړيكو ذکر وكړو  ۔ ده د صدر شي جن پنګ په زيركه قیادت كښې د  چین د د زړه پورې ترقۍ ستائنې سره ووئېل زه  د سږ كال په آخر كښې  د چين خپلې  دورې ته منتظر يم ۔ وزیراعظم د آئي بي آئي ګروپ په پاکستان كښې د خپل ډیجیټل اکانومي هیډکوارټرز جوړولو د پرېكړې ستائنه وكړه  او د پاکستان و چین  تر مينځه   په کاروباري كچه  د مرستې په زياتولو يې د  اطمینان څرګندونه وكړه  ۔ ده ووئېل  دا خبره ډېره د  حوصلې وړ ده چې  آئي بي آئي ډیجیټل، د معیشت مرستې ته وده ، سرمایه کارۍ زياتولو او  صنعتي همكارۍ ته به وده وركوي۔د پاکستان په معیشت د باور څرګندونې سره چیان شیاو جون ووئېل آئي بي آئي د پاکستان په معیشت كښې ډیجیټل اصلاحات كښې معاونت كول غواړي  ۔ هغه ووئېل پاکستان كښې د  آئي بي آئي ډیجیټل اکانومي هیډکوارټرز جوړول  په دې لړ كښې به دېر ګتور ثابت شي او  د پاکستان وركوټو او وړو کاروباري ادارو ته به د چین مارکیټ ته د رسائۍ بلها موقعې وركړي ۔ بیان تر مخه پلاوي د وزیرِاعظم په ستمبر 2025 كښې د بیجنګ دورې په مهال  د تابيا شوي پاکستان-چین بزنس ټو بزنس سرمایه کاري کانفرنس په تسلسل كښې د پاکستان دورہ کوي ۔ ملاقات كښې د سرمايه كارۍ وفاقي وزیرِ قیصر احمد شیخ، دِ تجارت وزير جام کمال خان، وفاقي وزیره د آئی ټي و ټیلي کام شزہ فاطمه خواجه، د پیټرولیم وزير علی پرویز ملک،  د صنعت و پیداوار خاص مرستيال هارون اختر،  طارق فاطمي او نور لوړ پورې موجود وو۔

مزید خبریں