وفاقی کابینې د حج پالیسۍ 2027-2030 په اړه د کابینه كمېټۍ سفارشات منظور كړل ، د حجيانو د حقونو تحفظ لپاره د مذهبي چارو وزارت او د پرائیویټ حج آپریټرز د احتساب نظام وضع کولو سپارښتنه

  اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی) وفاقی کابینې د حج پالیسی 2027-2030 په اړه د کابینه کمېټۍ سفارشات منظورولو سره د حجيانو د حقونو تحفظ لپاره د مذهبي چارو وزارت او پرائیویټ حج آپریټرز د احتساب نظام وضع کولو سپارښتنه وكړه۔ کابینې فراش ټاؤن، اسلام آباد كښې د کچه آبادو وګړو لپاره په كمه بيعه د هاؤسنګ منصوبې تعمیر و پرمختګ وفاقي ترقیاتي ادارې  (سی ډي اے) ته …

 

اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی) وفاقی کابینې د حج پالیسی 2027-2030 په اړه د کابینه کمېټۍ سفارشات منظورولو سره د حجيانو د حقونو تحفظ لپاره د مذهبي چارو وزارت او پرائیویټ حج آپریټرز د احتساب نظام وضع کولو سپارښتنه وكړه۔ کابینې فراش ټاؤن، اسلام آباد كښې د کچه آبادو وګړو لپاره په كمه بيعه د هاؤسنګ منصوبې تعمیر و پرمختګ وفاقي ترقیاتي ادارې  (سی ډي اے) ته د سپارلو هم منظوری وركړه۔  د وفاقی کابینې غونډه د زيارت په ورځ د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې په وزیراعظم هاؤس كښې وشوه۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقی کابینې په هېواد كښې د غنمو د خرڅولو اخستلو په اړه د پېښو ستونزو نوټس اخستو سره په معامله د کابینې کمېټي جوړه كړه۔ وفاقی کابینې د مذهبي چارو وزارت د اړخه د حج پالیسی 2027-2030 جانچ په اړه د جوړې شوي کابینه كمېټۍ سفارشات وړندې كړل۔ وفاقی کابینې د کمېټۍ سفارشات منظورولو سره سپارښتنه وكړه چې د مذهبي چارو وزارت او پرائیوټ حج آپریټرز د احتساب نظام دې وضع کړے شي دغسې چې د حجيانو د حقونو تحفظ وكړے شي۔ وفاقی کابینې د كورنيو چارو وزارت په سفارش  فراش ټاؤن، اسلام آباد كښې د کچه آبادو وګړو لپاره په كمه بيعه د هاؤسنګ منصوبې تعمیر و پرمختګ وفاقي ترقیاتي ادارې (سی ډی اے) ته د سپارلو هم منظوري وركړه۔ وفاقی کابینې د ریونیو ډویژن په سفارش پاکستان کسټمز انسپکټرز،  انټیلیجنس آفیسرز،  پریوینټو آفیسرز ، اپریزرز او ایویلیو ایشن آفیسرز  د محکمانه ترقۍ امتحانات د فیډرل پبلك سروس کمیشن د لارې كولو هم منظوری وركړه۔ وفاقی کابینې د لیجسلیټو کیسز د کابینه كمېټۍ په  29 اپریل 2026ء په شوې غونډه كښې د پريكړو منظوری هم وركړه دغسې سپارښتنه ئې وكړه چې ټوبیکو مارکیټنګ کنټرول رولز 2016 كښې د بدلون په اړه دې د اقتصادی رابطه كمېټۍ رائے واخستلې شي۔

 

 

مزید خبریں