اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي پاکستان سيمه ايز امن، استحکام او مشترکه خوشحالۍ ته ودې وركولو لپاره سفارتکارۍ ، معنې لرونكو خبرو اترو او په ګټورې شراکت دارۍ باور لري او په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره خپلې هڅې يې روانې ساتلې دي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال ده ووئيل وزيراعظم …
پاکستان سيمه ايز امن، استحکام او شرېكې خوشحالۍ ته ودې وركولو لپاره په سفارتکارۍ، خبرو اترو او په ګټورې شراکت دارۍ باور لري۔ د خارجه دفتر وياند اوونيز پرېس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي پاکستان سيمه ايز امن، استحکام او مشترکه خوشحالۍ ته ودې وركولو لپاره سفارتکارۍ ، معنې لرونكو خبرو اترو او په ګټورې شراکت دارۍ باور لري او په منطقه كښې د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره خپلې هڅې يې روانې ساتلې دي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د قطر او آذربائيجان اعلي قيادت سره ټېلي فوني خبرې شوي دي او په بدلېدونكې سيمه ايز صورتحال او د پاکستان لخوا د مکالمې او د سفارتکارۍ د لارې سيمه ايز امن او استحكام ته ودې وركولو لپاره ئې په روانو هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ وزيراعظم د آذربائيجان صدر له د راتلونكي ورلډ اربن فورم تابيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كړې۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي ووئيل د ملګرو ملتونو سيكرټري د جنرل سيمه ايز امن و استحكام ودې لپاره د پاكستان د سفارتي هلو ځلو ستائنه كړې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل د مېنځني ختيز شخړو لپاره ذاتي استازو ژاں آرنو نائب وزيراعظم و خارجه وزيرِ سينيټر محمد اسحاق ډار سره ملاقات كړے او د سيمه ايز امن و استحكام ودې لپاره ئې د پاكستان د سفارتي هلو ځلو لپاره د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل لخوا د دې هلو ځلو ستائنه كړې ده او په دې لړ كښې ئې د ملګرو ملتونو د پرله پسې ملاتړ پخلے كړے٬ نائب وزيراعظم و خارجه وزيرِ په سيمه ايز پېشرفت خبرې كړي او په تاٶ تريخولي كښې كمي لپاره يې ټولو اړوندو ډلو سره د پاكستان په پرله پسې رابطو رڼا واچوله ۔ وياند ووئيل نائب وزيراعظم و خارجه وزيرِ د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل پاکستان لپاره د مسلسل مرستې او په کردار مننه وكړه، ده ووئيل نائب وزيراعظم و خارجه وزيرِ د امن ودې او سفارتي ذريعې مخ په وړاندې بوتلو لپاره زمونږ د هلو ځلو له مخې خپلو همڅنګ وزيرانو سره پرله پسې په رابطې كوي٬ په 8 مئي نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار د سنګاپور خارجه وزير ويوين بالاکرشنن او د ايران خارجه وزير عباس عراقچي سره جلا جلا ټېلي فوني خبرې كړې دي










