اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي نزدې 800 ميګاواټ د تجديد وړ توان د مسابقتي ماركيټ د لارې وركولو منصوبه بندي روانه ده٬حكومت وړاندې نه د ترسره شوو لوظ نامو نه علاوه نوره بجلي نه اخلي٬تېر كال پاكستان نزدې 70 فيصد د توان خود كفالت ته نزدې ؤ ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د المان سفيرې انا ليپل …
د تجديد وړ 800 ميګاواټ بجلي د مسابقتي ماركيټ د لارې وركولو لپاره بلان جوړوو ۔ د وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري د المان سفيرې اناليپل سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی)د توان وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري وئېلي دي نزدې 800 ميګاواټ د تجديد وړ توان د مسابقتي ماركيټ د لارې وركولو منصوبه بندي روانه ده٬حكومت وړاندې نه د ترسره شوو لوظ نامو نه علاوه نوره بجلي نه اخلي٬تېر كال پاكستان نزدې 70 فيصد د توان خود كفالت ته نزدې ؤ ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د المان سفيرې انا ليپل سره د ملاقات په مهال وكړه ۔چا چې د شورو په ورځ هغه سره ملاقات كوول ۔د ملاقات په مهال وفاقي وزير پاور ډويژن كښې د روانو اصلاحاتي اقدامات او پرمختيائي هلو ځلو څخه د المان سفيره خبر كړه۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان په توان پېداوار كښې دا مهال نزدې 55 فيصد برخه د ګرين انرجي ده او حكومت دا تر 90 فيصد د بوتللو هدف له كار كوي۔د المان سفيرې انا ليپل ووئيل د پاكستان او المان ترمينځه كلائميټ فريم ورك وړاندې نه موجود دے چې پكښې د توان څانګه هم شامله ده٬دواړه هېوادونه د دې مرستې لا موثره كولو لپاره د امكانات جاج اخلي۔په ملاقات كښې دواړو ډلو د توان په څانګه كښې په تكنيكي كچه مرستې زياتولو او رابطې لا موثره كولو ته هم اتفاق وكړو۔










