د  چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيٰی آفريدي سره د جمهوريه آذربائيجان د انصاف وزير په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات

  اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی)سپريم كورټ آف پاكستان كښې د چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيٰی آفريدي سره د جمهوريه آذربائيجان  د انصاف وزير په مشرۍ كښې يو اعلٰی كچ پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو ۔پلاوي كښې د جمهوريه آذربائيجان د نړيوالې مرستې لپاره د انصاف وزارت ډائرېكټر جنرل عادل ابيلوف او اسلام آباد كښې د آذربائيجان سفارتخانې فرسټ سېكرټري سمير احمد علي شامل وو۔د …

 

اسلام آباد 14 مئي (اے پی پی)سپريم كورټ آف پاكستان كښې د چيف جسټس آف پاكستان جسټس يحيٰی آفريدي سره د جمهوريه آذربائيجان  د انصاف وزير په مشرۍ كښې يو اعلٰی كچ پلاوي د زيارت په ورځ ملاقات وكړو ۔پلاوي كښې د جمهوريه آذربائيجان د نړيوالې مرستې لپاره د انصاف وزارت ډائرېكټر جنرل عادل ابيلوف او اسلام آباد كښې د آذربائيجان سفارتخانې فرسټ سېكرټري سمير احمد علي شامل وو۔د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ هم د ملاقات په مهال پلاوي سره موجود وو۔ملاقات كښې په  عدالتي مرستې٬د قانون واكمنۍ ٬اداره جاتي اصلاحات او انصاف وركولو نظام ښه كولو پشمول د شريكې خوښې په بيلو چارو تفصيلي خيالاتو څرګندونه وشوه ۔دواړو ډلو عدالتي تربيت٬عدالتي ډيجيټلائزېشن٬ماے ډي آر نظام او عدالتي انتظاميه كښې  ښه نړيوال طريقه كار ته اتفاق وكړو ۔چيف جسټس آف پاكستان په هېواد كښې روان عدالتي اصلاحات څخه پلاوې خبر كړو او ټېكنالوجۍ موثر استعمال٬عدالتي د كار استعداد كښې زياتوالي او انصاف په وخت وركولو لپاره په پورته كړو اقدامات يې رڼا واچوله۔د پلاوي مشر فريد احمدوف د قانون حكمرانۍ په وده كښې د پاكستان عدليې كردار ستائېلو سره عدالتي مرستې ٬قانوني تحقيق او اداره جاتي پرمختګ په څانګو كښې دوه اړخيزه روابط زياتولو له خوښۍ څرګنده كړه۔ده د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه اړيكو او د سيمه ايزې مرستې ودې لپاره د پاكستان پرله پسې ملاتړ هم د ستائنې وړ وګرځولو۔د ملاقات په اختتام د ياګاري ډالو تبادله وشوه۔

مزید خبریں