اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ و ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د حکومت په سرپرستۍ كښې په شوو اصلاحاتو، ډيجيټل سکلز پروګرامز او د پاليسي سپورټ په سبب د پاکستان د آئي ټي برآمدات كښې پرله پسې زياتوالے روان دے كوم چې د هېواد د ټيکنالوجۍ څانګې مضبوطيا لپاره مهم دے ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه …
د پاکستان د آئي ټي برآمدات كښې پرله پسې زياتوالے روان دے ۔ شزه فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ و ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئيلي دي د حکومت په سرپرستۍ كښې په شوو اصلاحاتو، ډيجيټل سکلز پروګرامز او د پاليسي سپورټ په سبب د پاکستان د آئي ټي برآمدات كښې پرله پسې زياتوالے روان دے كوم چې د هېواد د ټيکنالوجۍ څانګې مضبوطيا لپاره مهم دے ۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د بېلو غړو د پوښتنو په ځواب كښې دې ووئيل د تېرو څو كالو په مهال د پاکستان د آئي ټي برآمدات په كلنه توګه نزدې 20 فيصده شرحې سره زياتېږي٬ د حكومت اقتدار كښې د راتللو په وخت دا برامدات 2.4 اربه ډالر وٶ او په موجوده مالي كال كښې دا برآمدات 4.5 اربه ډالرو نه د زياتېدو هيله ده۔ شزه فاطمه د دې پرمختګ درناوے د وزيراعظم شهباز شريف په قيادت كښې حکومت ته وركولو سره ووئيل دا حكومت آئي ټي سېكټر ته پام لرنه كوي او د پاليسي مراعات د لارې برآمد كوٶنكو ته سهولتونه وركوي۔










