د سينيټ چيئرمين سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې پارلماني خدمات لپاره د بورډ آف ګورنرز غونډه

  اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان انسټي ټيوټ فار پارلماني سروسز (پي آئي پي ايس) د بورډ آف ګورنرز د صدر په حېثت د ادارې د بورډ آف ګورنرز غونډې مشري وكړه چې پكښې دوهم سپيكر سيد غلام مصطفيٰ شاہ، د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق خان، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملك محمد احمد خان، د سندھ اسمبلئ سپيکر سيد …

 

اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاکستان انسټي ټيوټ فار پارلماني سروسز (پي آئي پي ايس) د بورډ آف ګورنرز د صدر په حېثت د ادارې د بورډ آف ګورنرز غونډې مشري وكړه چې پكښې دوهم سپيكر سيد غلام مصطفيٰ شاہ، د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق خان، د پنجاب اسمبلۍ سپيکر ملك محمد احمد خان، د سندھ اسمبلئ سپيکر سيد اويس قادر شاه د زوم د لارې، د سينيټ او قامي اسمبلۍ غړو، د آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان د قانون سازو اسمبلو سپيکرز، د سينيټ او قامي اسمبلۍ سيکرټريټس سينئر قيادت او ايګزيکټو ډائريکټر پي آئي پي ايس ګډون وكړو۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمين د غړو هركلي كولو سره ووئيل  پي آئي پي اېس د هېواد د يوې نوموړې پارلماني ادارې په توګه مستحكمولو كښې د بورډ او د پخواني او موجوده غړو د قدر د خدماتو ستائنه كوٶ۔ ده د بورډ د نوي  غړي شير علي ارباب د شموليت هركلي كولو سره د دوي مثبت او ګټورو خدماتو له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د سېنېټ چيئرمين ووئيل د جولائي كال 2025 نه تر اوسه پي آئي پي ايس  بېل اورينټيشن پروګرامز، ورکشاپس، سيمينارز او راؤنډ ټيبل مباحثې كړې دي چې د 540 نه زياتو پارلماني غړو او 798 افسرانو دې څخه استفاده كړې او د 525 نه د زياتو پارلماني غړو ته تکنيکي معاونت او پارلماني خدمات هم وركړے شوي دي۔ په دې موقع د پي آئي پي اېس ايګزيکټو ډائريکټر عاصم خان ګورائيه لخوا په وړاندې كړې  اېجنډا تفصيلي غور هم وكړے شو

مزید خبریں