د ډي جي آئی ایس پی آر لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري د شفاء تعمیر ملت یونیورسټۍ  طلبه و استاذانو سره خاص ناسته

اسلام آباد۔14مئی  (اے پي پي)د پاک  پوځ د  اولسي اړيكو  څانګې (آئي ایس پي آر) ډائریکټر جنرل لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري  د شفاء تعمیر ملت یونیورسټي اسلام آباد طلبه  اوز استاذانو سره خاص ناسته كښې ګدون وكړو ۔  شفاء تعمیر ملت یونیورسټي ته په رسېدو  استاذانو،  د فیکلټۍ غړو او طلبه  د ده تود هر كلے وكړو  ۔ ډي جي آئي ایس پآ آر د قامي سلامتیا  چارو بشمول …

اسلام آباد۔14مئی  (اے پي پي)د پاک  پوځ د  اولسي اړيكو  څانګې (آئي ایس پي آر) ډائریکټر جنرل لیفټیننټ جنرل احمد شریف چوهدري  د شفاء تعمیر ملت یونیورسټي اسلام آباد طلبه  اوز استاذانو سره خاص ناسته كښې ګدون وكړو ۔  شفاء تعمیر ملت یونیورسټي ته په رسېدو  استاذانو،  د فیکلټۍ غړو او طلبه  د ده تود هر كلے وكړو  ۔ ډي جي آئي ایس پآ آر د قامي سلامتیا  چارو بشمول د ترهه ګرۍ مخ نيوي  او په  انفارمیشن وارفیئر تفصیلي خبرې وكړې او  د خاص سیشن په مهال يې  د طلبه د پوښتنو ځوابونه وركړل  ۔وائس چانسل ډاکټرمحمد اقبال خان ووئېل ځوان نسل له د پاکستان  استحکام او سلامتیا لپاره مثبت کردار ادا کول غواړي  ۔  د خاص نشست  نه پس يو شمېر ابهام  لرې شول  او   د ذمه واره سوشل میډیا  استعمال په اړه طلبه  جامع خبرتيا تر لاسه كړه ۔ طلبه ووئېل د معرکه حق تاریخي بريا  د پاکستان وقار او نړيوال تشخص  لا  مستحکم كړو  ،د وطن دفاع لپاره د پاك پوځ   لازواله قربانو ته بېرزوئنې وړاندې كوو  ،د ځوانانو د جعلي خبرونو ، ناوړهخ پروپیګنډې او  هائبرډ  وارفیئر  خطرو خبرتيا  د وخت مهم ضرورت دے  ،په سوشل میډیا د  كوم هم خبر یا معلومات مخكښې لېږلو  نه وړاندې  د دې حقیقت او مستند ذرائعو تصدیق ضروري دے ۔ دغسې استاذانو او  طلباء د قامي سلامتی ته د پیښو  خطرو تر مخه د وسله وال پوځ سره د يو والي  غیر متزلزل عزم پخلے وكړو

 

 

 

مزید خبریں