مكه مكرمه 14مئي (اے پي پي) د پاكستان بېلو ښارونو څخه د سركاري حج سكيم ترمخه حج آپريشن په كاميابۍ سره روان دے ،تر اوسه 78,929 پاكستاني حج كوونكي حجاز مقدس ته راسيدلي دي كوم چې د مجموعي كوټې 66 فيصد دې۔پاتي 39,905 حج كوونكي به هم د شيډول له مخې راورسيږي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې 34 ورځنے اوږد حج فلائټ آپريشن په آخري پړاؤ كښې دے …
د 78 زره څخه زيات پاكستاني حج كوونكي سعودي عرب ته رارسيدلي ، فضائي آپريشن په وروسني پړاؤ كښې دے

مزید خبریں
مكه مكرمه 14مئي (اے پي پي) د پاكستان بېلو ښارونو څخه د سركاري حج سكيم ترمخه حج آپريشن په كاميابۍ سره روان دے ،تر اوسه 78,929 پاكستاني حج كوونكي حجاز مقدس ته راسيدلي دي كوم چې د مجموعي كوټې 66 فيصد دې۔پاتي 39,905 حج كوونكي به هم د شيډول له مخې راورسيږي۔د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې 34 ورځنے اوږد حج فلائټ آپريشن په آخري پړاؤ كښې دے ٬ كوم به چې 8 ورځي پس بشپړ شي۔د پاكستان څخه به آخري حج پرواز په 21 مئي روانيږي ٬ دې نه پس به فضائي آپريشن بشپړ شي۔د شميري له مخې په مجموعي توګه د شيډول 468 پروازونو كښې تر اوسه 313 حج پروازونه آپريټ شوي دي چې پكښې 282 پروازونه جدہ او 186 مديني منورې لپاره روان شوي۔ مكه مكرمه كښې دا مهال 73,759 پاكستاني حج كوونكي مېشته دي۔ ٬ بل پلو مدينه منورہ كښې تر اوسه 32,626 حج كوونكو د رياض الجنه د زيارت شرف ترالاسه كړے۔ د حجاج لارښودني او ښه سهوليات وركولو لپاره 1,402 معاونين حج په فيلډ كښې 24 ساعته تعينات وي۔










